-
د تل ابیب واکوالان له فلسطینی لوري سره سوله نه غواړي
Aug 27, 2025 02:04الانصاري وویل: قطر د غزې د جګړې تر پای پورې خپلو هڅو ته ژمن دی او په دې چوکاټ کې د هر ډول هڅو هرکلی کوي. هغه زیاته کړه چې اسرائیل د وړاندیز شوي طرحې په اړه ځواب ورکول نه غواړي او مونږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې پر دغه رژیم دې دباؤنه واچوي.
-
ایران او اروپايي لوری به په راتلونکي کې خبرواترو ته دوام ورکړي
Aug 27, 2025 01:53د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایی له درو اروپايي هېوادونو سره د پرو نۍ غونډې په اړه وویل چې مونږ او اروپايي اړخ به په راتلونکو شپو ورځو کې خپلو خبرو ته دوام ورکړو.
-
افغان حکومت به پخپل پنځه کلن پراختیايي تګلارې کې اقتصاد او امنیت ته خاص پاملرنه وکړي
Aug 27, 2025 01:43د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد د دغې تګلارې په اړه وویل:دا تګلاره داسې جامع اوږدمهاله سند دی چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هیواد د بنسټیزو موخو د ترلاسه کولو په اړه چمتو او ټولې امارتي ادارې په یوې لارې هدایتیږي، دغه شان دا تګلاره د حکومت د موخو د تحقق لپاره د ټولو وزارتونو او ادارو شته سرچینې او فعالیتونه منسجم کوي.
-
د ایران د کمزوري کیدو په اړه د لویديځ باور خام خیال دی / د برازیل او اسرائیلو ډيپلوماټیکه شخړه
Aug 26, 2025 08:37پارس ټوډې- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویندوي اسماعیل بقائي د لوېديځ هغه دریځ رد کړ چې تهران کمزوری شوی دی او وې ویل: د ایران کمزورتیا یو خام خیال دی.
-
اروپايي ټولنې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰میلیونه یورو مرسته اعلان کړه
Aug 26, 2025 02:16د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف اعلان کړی چې اروپايي ټولنې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړې کړې ده.
-
افغانستان د کرېکټ په یو ورځنیو او شل آوره سیالیو کې د بنګله دېش کوربتوب کوي
Aug 26, 2025 02:05د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې، افغانستان به په اکتوبر میاشت کې د بنګله دېش کوربه وي او دواړه لوبډلې به د دې دوه اړخیزې کرکټ لړۍ په ترڅ کې درې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ (ODIs) او درې شل اوریزې نړیوالې سیالۍ ترسره کړي.
-
اندونیزیا د افغانستان د کتابتونونو په ډیجیټلي کېدو کې مرسته کوي
Aug 26, 2025 01:58د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی چې اندونیزیا چمتو ده د افغانستان د کتابتونونو د ډیجیټل کېدو لپاره لازم تخنیکي تجهیزات برابر کړي؛ داسې ګام چې د افغانستان د کلتوري مرکزونو د عصري کېدو په لور لومړۍ هڅه ګڼل کېدلای شي.
-
د افغانستان او پاکستان ټرانزیټي سوداګرۍ کې ۷۸سلنه زیاتوالی راغلی
Aug 25, 2025 12:29د پاکستانۍ رسنیو په حواله، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټرانزیټي سوداګرۍ د پخوا پرتله ډېره وده کړې ده. د افغانستان د ټرانزیټ ارزښت په جولای میاشت کې څه باندې سل میلیونه ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې په جون کې څه باندې ۶۰میلیونه ډالره وو.
-
په افغانستان کې د متقاعدینو د تقاعد ورکړه بېرته پیل شوه
Aug 25, 2025 10:24د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وايي، چې متقاعدينو ته د تقاعد د ورکړې لړۍ بېرته پيل شوه.
-
افغان طالبانو د زړو قرآنکریمونو او دیني کتابونو راټولول پیل کړل
Aug 25, 2025 09:20د افغان طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په ټول افغانستان کې د زړو قرآنکریمونو، سپارو او دیني کتابونو د راټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړلو چارې پیل شوې.