د  تل ابیب  واکوالان  له فلسطینی لوري سره سوله نه غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i163794-د_تل_ابیب_واکوالان_له_فلسطینی_لوري_سره_سوله_نه_غواړي
الانصاري وویل: قطر د غزې د جګړې تر پای پورې خپلو هڅو ته ژمن دی او په دې چوکاټ کې د  هر ډول هڅو هرکلی کوي. هغه زیاته کړه چې اسرائیل د وړاندیز شوي طرحې په اړه ځواب  ورکول نه غواړي او مونږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې پر دغه  رژیم  دې  دباؤنه واچوي.
(last modified 2025-08-27T01:07:05+00:00 )
Aug 27, 2025 05:34 Asia/Kabul
  • د  تل ابیب  واکوالان  له فلسطینی لوري سره سوله نه غواړي

الانصاري وویل: قطر د غزې د جګړې تر پای پورې خپلو هڅو ته ژمن دی او په دې چوکاټ کې د  هر ډول هڅو هرکلی کوي. هغه زیاته کړه چې اسرائیل د وړاندیز شوي طرحې په اړه ځواب  ورکول نه غواړي او مونږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې پر دغه  رژیم  دې  دباؤنه واچوي.

پارس تودي: د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویندوي ماجد الانصاري پرون په یولړ څرګندونو کې  وویل، د مینځګړو لخوا وړاندیزونه   اسرائیلي رژیم  ته وړاندې شوي  دي  او غونډسکه اوس  د دغه رژیم په  میدان کې ده ، خو داسې ښکاري چې د وخت  په تیرولو سره  تل ابیب د اوربند د تړون غوښتونکی نه دی.

الانصاري وویل: قطر د غزې د جګړې تر پای پورې خپلو هڅو ته ژمن دی او په دې چوکاټ کې د  هر ډول هڅو هرکلی کوي. هغه زیاته کړه چې اسرائیل د وړاندیز شوي طرحې په اړه ځواب  ورکول نه غواړي او مونږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې پر دغه  رژیم  دې  دباؤنه واچوي.

د قطر  د خارجه وزارت ویندوي  وویل: د مذاکراتو ځای د مصر او قطر لپاره مهم نه دی، او هغه څه چې حماس  غورځنګ ورسره موافقه کړې، له  هغو  څه سره سمون لري چې اسرائیل ئې   هم مني، خو بیا هم اسرائيل هیڅ ځواب نه ورکوي.

هغه په پای کې وویل: د اسرائیلو  بریدونه پراخ شوي او دا به مثبتې پایلې ونه لري.

دا خبر په داسې حال کې خپور شوی چې پرون  سې شنبې په ورځ د  فلسطین د نیواکي ټآټوبو بېلابېلې برخې، په تیره بیا  د اسرائیلي اسیرانو کورنیو ، د نتانیاهو د کابینې په  پالیسیو  باندې  د اعتراض په توګه لاریونونه وکړل. دوي د ټایرونو په  سوځولو او د سړکونو د  بندولو له لارې خپل اعتراض څرګند کړ. لاریون کوونکو د تل ابیب د «ایلون» واټ بند کړ  څو له  غزې  د اسرائیلي اسیرانو د بېرته ګرځولو او د دغې سیمې پر ضد د   جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړي.