-
جنوبي خراسان د ایران او افغانستان د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي
Jun 01, 2025 10:52د افغانستان په هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت کونسلرجنرال د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ په تاریخي، مذهبي او قومي مشترکاتو په ټینګار سره وویل: جنوبي خراسان کولی شي د خپلې ګډې پولې او د خلکو ترمنځ د تعامل له لارې د ایران او افغانستان د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
-
آیا پر جاپان باندې د امریکا د اټومي بریدونو کړاو پایته رسېدلی؟
Jun 01, 2025 10:24پارس ټوډې - د امریکا لخوا پر جاپان باندې اټومي بمبارۍ، د نسل په نسل او پراخو مسمومیتونو او همدارنګه د ژنتیکي بدلونونو لامل شول.
-
ناټو دوباره افغانستان ته راتلل غواړي
Jun 01, 2025 03:53د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ادعا وکړه چې ناټو غواړي د امنیت او سیمهییز ثبات په پلمه بیا افغانستان ته ننوځي.
-
هرات کې د بادي او لمریزې برېښنا د تولید پروژې پیل شوې
Jun 01, 2025 01:38طالبانو په هرات ولایت کې د بادي او لمریزې برېښنا پروژې پیل کړې.
-
د عرفې د ورځې د خطبې ژباړه د نړۍ په ۳۵ ژوندیو ژبو وړندې کیږي
May 31, 2025 12:54د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت همدارنګه د حاجیانو د پاملرنې د مرکز د بشپړ چمتوالي خبر ورکړی، چې د حج په موسم کې به ۲۴ ساعته په ۱۱ بېلابېلو ژبو خدمات وړاندې کوي. دا کار د حاجیانو ټولو پوښتنو، راپورونو او وړاندیزونو ته، په تیره بیا د ټرانسپورټ، استوګنې او خوړو په اړه، سمدستي ځواب ویل تضمینوي.
-
په تېرو دوو میاشتو کې کابو نیم میلیون کډوال بېرته افغانستان ته ستنه شوي
May 31, 2025 12:07د ملګرو ملتو د کډوالو لوړې کمېشنرئ اعلان کړی چې په تېرو دوو میاشتو کې له ایران او پاکستانه کابو پنځه لکه افغان کډوال بیرته خپل هېواد ته ستنه شوي دي؛ دغې ستنېدا د دغو وګړو د معیشتي وضعیت او راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
-
د ایران جنوبي خراسان د افغانستان د فراه ذ والي او ورسره د پلاوي کوربه دی
May 31, 2025 11:08د افغانستان د فراه والي د یو لوړپوړې حکومتي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ د ایران د اسلامی جمهوریت جنوبي خراسان ولایت ته راغلی دی. دا سفر د دواړو سرحدي ولایتونو ترمینځ د سوداګریزو، کلتوري او دوه اړخیزوملګرتیاؤ د ظرفیتونو د ارزونې په موخې سره ترسره شوی دی.
-
د ټي ټي پي لومړیتوبونو په پاکستان کې د جګړې د زیاتیدا مخه نیولې ده
May 31, 2025 11:03د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مشر اعلان وکړ چې د دغې ډلې د پراخو عملیاتو د ترسره کولو له وړتیا سره سره، د سیاسي ملاحظاتو او ملي ګټو له امله، د جګړې د زیاتیدا مخنیوی کړی ترڅو د هېواد په وضعیت کې انډول وساتل شي.
-
په هندوستان کې اسلام ضده افراطي بهیرونو د مسلمانانو په ضد جنایتونه زیات کړي
May 31, 2025 10:14د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو څانګې یوې خپرې شوې اعلامیې کې د هندوستان په بېلابېلو سیمو کې د مسلمانانو ټولنې پر وړاندې د کرکې وړ پېښو د زیاتوالي او په دغه هېواد کې د اسلام ضده پروسې د پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
-
افغان طالبان وائي؛له پاکستان سره د ملګرتیاؤ د اړیکو لوړول به زیات شي
May 31, 2025 09:41د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اسلامآباد د چارواکو د هغې فیصلې هرکلی وکړ چې په کابل کې ئې خپل ډیپلوماټیک استازیتوب له کاردار څخه سفیر ته لوړ کړ، چې دوي به هم په متقابل ډول په اسلامآباد کې د افغانستان د سفارت کاردار هم سفیر ته لوړ کړي.