ناټو دوباره افغانستان ته راتلل غواړي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ادعا وکړه چې ناټو غواړي د امنیت او سیمهییز ثبات په پلمه بیا افغانستان ته ننوځي.
لاوروف خبرداری ورکړ چې ناټو هڅه کوي په افغانستان کې خپل پوځي بنسټونه بیا ځای پر ځای کړي، او دا یې یو «وژونکی بم» وباله چې کولی شي سیمه بې ثباته کړي.
لاوروف په پرم ښار کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې په هره پلمه په افغانستان کې د ناټو حضور د منلو نه دی او دا په افغانستان کې د جګړې د بیا پیلیدو سبب کېدی شي.
که څه هم لوېدیځو هیوادونو په تېره بیا امریکا ظاهراً په افغانستان کې لېوالتیا کمه کړې او حتی ولسمشر ټرمپ د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پوسټ له منځه وړی دی، خو د نجونو د زده کړو د مخنیوي په شمول د طالبانو د ځینو مشرانو له یو شمېر اقداماتو داسي ښکاري چې هغوی د امریکا او ناټو بیا راتګ ته لاره هواروي.
د طالبانو دا اقدامات کټ مټ هغسي دي چې دې ډلې له ۲۰۰۱ کاله مخکې کول ترڅو که هر بهرنی ځواک افغانستان ته راځي خلک یې هرکلی وکړي.
لاوروف وویل، داسې ښکاري چې لوېدیځ هیوادونه غواړي په افغانستان کې بیا لاسوهنه وکړي، سره له دې چې شاوخوا څلور کاله وړاندې په بې شرمۍ سره له دې هېواده ووتل.
هغه د ملګرو ملتونو له مشرۍ لاندې د دوحې مشورتي غونډې په څېر هڅو ته په اشارې سره وویل، سره له دې چې دا هڅې د ډیپلوماسۍ په بڼه وړاندې کېږي، خو ښايي د لویدیځو ګټو په خاطر وي، نه د سیمې د ثبات لپاره.
له دې نیوکو سره سره لاوروف روښانه کړه چې روسیه په افغانستان کې د لویدیځ له ښکېلتیا سره مخالفت نه لري، خو دا ښکېلتیا باید شفافه او له پټو اجنډاو پرته وي.
روسیې له دې وړاندې هم د افغانستان په اړه له لوېدیځ سره همکارۍ ته چمتووالی ښوولی و.
داسٍي ښکاري چې روسیه د افغانستان په وړاندې له لوېدیځ څخه د کوم امتیاز د ترلاسه کولو په لټه کې وي.
لاوروف دا هم وویل چې روسیه په افغانستان کې پر خپل تعهد ولاړه ده، او یادونه یې وکړه چې د روسیې سفارت په کابل کې پرانیستی پاتې دی.