هرات کې د بادي او لمریزې برېښنا د تولید پروژې پیل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i160836-هرات_کې_د_بادي_او_لمریزې_برېښنا_د_تولید_پروژې_پیل_شوې
طالبانو په هرات ولایت کې د بادي او لمریزې برېښنا پروژې پیل کړې.
(last modified 2025-06-01T00:42:25+00:00 )
Jun 01, 2025 05:08 Asia/Kabul
  • هرات کې د بادي او لمریزې برېښنا د تولید پروژې پیل شوې

طالبانو په هرات ولایت کې د بادي او لمریزې برېښنا پروژې پیل کړې.

د تاند خبري سایټ په لیکنه، د طالبانو د حکومت د برېښنا شرکت ویلي، چې هرات کې د ۵ میګاواټه لمریزې برېښنا سربېره یې د بادي برېښنا د  ۴۳.۲ میګاواټه تولید پروژه د لومړی ځل لپاره پرانېسته.

د دغو پروژو د تطبیق چارې د ترکي ۷۷ شرکت په غاړه دي.

یاد شرکت له طالبانو سره په دې مراسمو کې ډاډ څرګند کړی، چې د هرات بادي برېښنا پروژې چارې به په لوړ معیار بشپړې کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر وايي، افغانستان ته وارداتي برېښنا په لوړه بیه تمامېږي چې په اوږد مهال کې ګټوره او ډاډمنه نه ده.

طالبانو تر اوسه په هرات کې د بادي او لمریزې برېښنا د تولید پروژو د لګښتونو او دا چې په څومره موده کې بشپړېږي، معلومات نه دي ورکړي.

ویل کېږي، چې د دې پروژو له بشپړېدو سره به د هرات ولایت د صنعتکارانو ستونزې حل شي.