-
افغانستان کې هره میاشت تر ۵۰ ډېر کسان د ماینونو د چادونو له امله ټپیان کېږي
Mar 15, 2025 04:03د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ اداره( اوچا) وایي، هره میاشت په افغانستان کې تر ۵۵ پورې کسان د ماینونو او ناچاودو توکو د چادونو له امله ټپيان کېږي.
-
اوسمهال افغانستان کې ۲ داخلي او ۷ بهرني شرکتونه فعالیت لري
Mar 15, 2025 03:52د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په دې هېواد کې د بهرنیو هوايي شرکتونو د فعالیتونو د بیا پيل لپاره د ګڼو اسانتیاوو له برابرولو خبر ورکوي.
-
د تورخم دروازه تر هغې نه خلاصوو څو طالبان په سیمه کې د مورچلو جوړولو مخه ونیسي
Mar 15, 2025 03:49د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې د تورخم لاره به تر هغو خلاصه نه کړي، څو چې طالبان په پوله کې د مورچلو د جوړولومخه ونه نیسي.
-
په بغلان ولایت کې ترافیکي پېښه، شل تنه ټپیان شوي
Mar 14, 2025 13:00باختر خبري آژانس نن د بغلان د امنیتي چارواکو په قول راپور ورکړی چې دا پېښه هغه مهال وشوه، چې د سپرلیو یو بس د دغه ولایت د خنجان ولسوالۍ په پُل ملخان سیمه کې چپه شو.
-
صیهونیسټي پوځ د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو کې بریدونو ته دوام ورکوي.
Mar 14, 2025 12:56د پارس ټوډې د مهر خبري اژانس په حواله وایی ، د صهیونیسټي میشت ځایونو یوې ډلې د لویدیځې غاړې په شمال کې د نابلس ولایت د خیربت المراجیم په کلي برید وکړ او د شپږو فلسطینیانو کورونه او یو موټر یې وسوځول.
-
د تورخم په اړه نن بیا جرګه جوړیږي
Mar 14, 2025 12:51د افغان رسندویو له راپور سره سم له کابل تورخم ته تللې جرګه وال، چې ټاکل شوې وه د تورخم د بیا پرانیستلو لپاره جرګې ته کښېني، د پنجشنبې په ورځ له خبرو اترو پرته کابل ته ستانه شول. افغان لوري د پاکستاني پلاوي د غړیو په ترکیب کې د لوی بدلون له کبله اعتراض وکړ.
-
د ایران او جرمني پانګوال په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې پانګونه کوي
Mar 14, 2025 02:39یو شمېر ایراني او جرمني پانګوالو او سوداګرو په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
-
کندهار ته تللی برطانیوي سیلاني د اسلام په مبارک دین ایمان راوړ
Mar 14, 2025 02:35سرچینې وایي، د فال جیمز په نوم یو برطانیوي وګړی چې کندهار ته د سیاحت لپاره تللی وو، د اسلام په مبارک دین یې ایمان راوړی او مسلمان شوی دی.
-
د امریکا ګواښونو ته د امام خامنه ای ځواب: که څوک کوم اقدام وکړي، مونږ به پرېکنده ځواب ورکړو / واشنګټن د نړۍ د عمومي افکارو د غولولو هڅه کوي
Mar 13, 2025 12:20پارس ټو ډی - حضرت آیت الله خامنه ای دې ته په اشارې سره چې د نړۍ زورواکان د اسلامي انقلاب پر ضد خپله مبارزه او دسیسه نه پریږدي وفرمایل دوی وايي ' لومړی مونږ یعنی ټوله نړۍ باید زموږ ګټې د خپلو ګټو پر ځای وساتي، او نن هرڅوک د دې ځان غوښتنې شاهدان دي.
-
د کډوالو وزارت د ۷ میلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی
Mar 13, 2025 10:50د طالبانو د سرپرست حکومت د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دې وزارت له بېلابېلو موسسو سره د اوو میلیونو ډالرو په ارزښت د همکارۍ څلور تړونونه لاسلیک کړي دي.