کندهار ته تللی برطانیوي سیلاني د اسلام په مبارک دین ایمان راوړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158144-کندهار_ته_تللی_برطانیوي_سیلاني_د_اسلام_په_مبارک_دین_ایمان_راوړ
سرچینې وایي، د فال جیمز په نوم یو برطانیوي وګړی چې کندهار ته د سیاحت لپاره تللی وو، د اسلام په مبارک دین یې ایمان راوړی او مسلمان شوی دی.
(last modified 2025-03-14T01:38:57+00:00 )
Mar 14, 2025 06:05 Asia/Kabul
  • کندهار ته تللی برطانیوي سیلاني د اسلام په مبارک دین ایمان راوړ

سرچینې وایي، د فال جیمز په نوم یو برطانیوي وګړی چې کندهار ته د سیاحت لپاره تللی وو، د اسلام په مبارک دین یې ایمان راوړی او مسلمان شوی دی.

دغه سرچینې زیاته کړې، د نوموړي نوی نوم ادریس اېښودل شوی او ویلي چې له دې وروسته به د اسلام مبارک دین له اصولو سره سم ژوند وکړي.

دوه ورځې وړاندې په ننګرهار کې هم یوه بهرني سیلاني د اسلام مبارک دین قبول کړ او ایمان یې راوړ.

د یادونې وړده چې وروستیو کې افغانستان ته اکثریت سیلانیان بېرته د ستنېدو پر مهال په اسلام مبارک دین ایمان راوړي.