-
پاکستان کې د ترهګرو له منګولو د ۱۵۵ مسافر ازاد شول
Mar 12, 2025 09:59پارس ټودي - د پاکستان پوځ د بلوچستان ایالت کې د مسافر وړونکي اورګاډي پر ضد د ترهګریز برید د عاملینو په وړاندې د عملیاتو په دوام کې ۱۵۵ مسافر ازاد کړي او په عین حال کې یې ۲۷ گروگاننیوونکي یې هم وژلي دي.
-
تفسیر - د امریکا او اوکراین ترمنځ د اوکراین په جګړه کې د ۳۰ ورځني اوربند تړون
Mar 12, 2025 08:17پارس تودي - د امریکا او اوکراین ترمنځ د سولې خبرې د پرون د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۱مه، د سعودي عربستان په جده کې ترسره شوې او په پای کې، کیف اعلان وکړ چې د روسيې سره به ۳۰ ورځنی اوربند ومني، خو شرط یې کېښوده چې مسکو هم دا وړاندیز ومني او په یوه وخت یې پلي کړي.
-
هغه کړاوونه چې امریکا او متحدینو یې د ۲۳ میلیون افغانانو لپاره رامینځته کړل
Mar 11, 2025 08:04پارس ټوډې - د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اعلان وکړ چې د افغانستان د نفوس له ۵۰ سلنې زیات بشري مرستو ته اړتیا لري.
-
په افریقا کې د ډرون جګړې تر شا کوم هیوادونه دي؟
Mar 11, 2025 10:55پارس ټوډې - یوې برتانوي رسنۍ په افریقا کې د ارزانه بې پیلوټه الوتکو د بې څارنې خپریدو په اړه راپور ورکړی.
-
په ایران کې افغان کډوالو ته بریښنایي تذکرې ورکول کېږي
Mar 10, 2025 10:15په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو ویلي چې ډېری افغانان د هویت اسناد نه لري، اوس افغان طالبانو ویلي چې په دې برخه کې اتباعو ته هم برېښنایي تذکرې صادرېږي.
-
له کډوالۍ را ستانه شویو کورنیو ته ۶۰ ښارګوټې ځانګړي شوي
Mar 10, 2025 09:59د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت ویلي چې، له کډوالۍ را ستانه شویو کورنیو ته د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۶۰ ښارګوټي ځانګړي شوي دي.
-
په تورخم کې د افغان او پاکستاني قومي مشرانو جرګه هم بېپایلې ختمه شوه
Mar 10, 2025 09:53په تورخم کې د افغان او پاکستاني قومي مشرانو جرګه هم بېپایلې ختمه شوې او تورخم لار د شاوخوا دوو اونیو راهیسې لا هم د هر ډول تګ او راتګ لپاره تړلې ده.
-
د سوریې د پېښو په اړه چوپتیا جنایت دی
Mar 10, 2025 09:47پارس ټوډې - د یمن د انصارالله غورځنګ عمومي منشي ټینګار وکړ: د سوریې د وحشتناکو پېښو پر وړاندې چوپتیا یو جنایت او د ديني او انساني مسئولیتونو خلاف ده.
-
د پاکستان او افغانستان سرحدي ځواکونو پر دوه ورځني اوربند موافقه وکړه
Mar 10, 2025 03:41د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، یوه پاکستاني چارواکي وویل، د تورخم دروازه به، چې پاکستان د تیرې میاشتې په پای کې د افغانستان په خوا کې د نوې پوستې د جوړولو پر سر د اختلاف له امله بنده کړه، د خبرو اترو تر راتلونکي پړاو پورې لا هم بنده پاتې شي.
-
پزشکیان : ایران هر ډول تاوتریخوالی، ناکرارۍ او شخړه د ځان، سیمې او نړۍ په تاوان بولي
Mar 10, 2025 03:40پارس ټوډې د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې مرکز په حواله لیکلي، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ناروې له لومړي وزیر جوناس ګاهر سټورټ سره په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ښو اړیکو او همدارنګه په سیمه ییزو او نړیوالو مسلو کې د تهران او اوسلو د همکارۍ برخو ته اشاره وکړه او په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره یې د ناروې د هڅو ستاینه وکړه.