له کډوالۍ را ستانه شویو کورنیو ته ۶۰ ښارګوټې ځانګړي شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158054
د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت ویلي چې، له کډوالۍ را ستانه شویو کورنیو ته د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۶۰ ښارګوټي ځانګړي شوي دي.
(last modified 2025-03-10T09:05:59+00:00 )
Mar 10, 2025 13:29 Asia/Kabul
  • له کډوالۍ را ستانه شویو کورنیو ته ۶۰ ښارګوټې ځانګړي شوي

د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت ویلي چې، له کډوالۍ را ستانه شویو کورنیو ته د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۶۰ ښارګوټي ځانګړي شوي دي.

د دغه وزارت ویاند محمد کمال افغان وایي، د پلان له مخې، را ستانه شویو کورنیو ته به د کورنۍ د غړو د شمېر له مخې په درې بېلا بېلو کټګوریو کې د استوګنې کورونو د جوړېدو په موخه ځمکې ووېشل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د کډوالو ور ستنیدل ګړندي شوي دي.

 

او بل خبر دا چې:

 

په نورستان کې د طالبانو سیمه‌ایز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې سیند ته د یوه موټر غورځېدو پېښه کې یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپيان دي.

په نورستان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د برګمټال په ولسوالۍ کې شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه سیمه کې یوه ډاکسن موټر هغه مهال سیند ته وغورځېد چې پل مات شو.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپيان دي.