په ایران کې افغان کډوالو ته بریښنایي تذکرې ورکول کېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158056-په_ایران_کې_افغان_کډوالو_ته_بریښنایي_تذکرې_ورکول_کېږي
په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو ویلي چې ډېری افغانان د هویت اسناد نه لري، اوس افغان طالبانو ویلي چې په دې برخه کې  اتباعو ته هم برېښنایي تذکرې صادرېږي.
(last modified 2025-03-10T09:22:45+00:00 )
Mar 10, 2025 13:45 Asia/Kabul
  • په ایران کې افغان کډوالو ته بریښنایي تذکرې ورکول کېږي

په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو ویلي چې ډېری افغانان د هویت اسناد نه لري، اوس افغان طالبانو ویلي چې په دې برخه کې  اتباعو ته هم برېښنایي تذکرې صادرېږي.

د افغان طالبانو د احصایې ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافع وایي چې په ایران او پاکستان کې د «برېښنایي تذکرو د وېش مرکز» جوړولو لپاره هڅې روانې دي.

په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان اتباعو لپاره ۹ میلیونه برېښنایي تذکرې (هوشمند کارتونه) صادر شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې راپور ورکړی چې ډېری افغانان د هویت اسناد نه لري.

د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر په ۲۰۱۷ کال کې د جمهوریت په نظام کې پیل شوی او تر اوسه د ۱۵ میلیونو څخه زیاتو افغانانو لپاره صادر شوي، چې ډېره برخه یې د افغان طالبانو په دوره کې ترسره شوې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وایي چې د هویت اسنادو نه لرل اتباع د مهمو خدمتونو ترلاسه کولو څخه محروموي، لکه د ځینو دندو غوښتنه، پاسپورټ یا د موټر چلولو جواز.

جګړې لامل شوي چې په افغانستان کې ډېر لومړني خدمتونه له ځنډ سره مخ شي، ډېری افغانان د هویت اسناد نه لري او په دې برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.