-
ایران د چابهار له لارې له آزادو اوبو سره دافغانستان د نښلولو هڅه کوي
Nov 20, 2024 01:27په افغانستان کې د ایران سفیر ووئيل، د ایران د جنوب ختیځ چابهار بندر په پراختیا سره به د سمندر نړیوالو اوبو ته د افغانستان لاس رسي لا زیات آسان شي.
-
د افغانستان په ننګرهار او نوروستان ولایت کښې له خلکو سره مرستې شوي دي
Nov 20, 2024 06:44زمونږ خبریال راپور راکړی ننګرهار او نورستان ولایتونو کې سلګونو کورنیو ته د نغدو مرستو او خوراکي توکو د ویش لړۍ پېل شوه.
-
د ایران پوځي او دفاعی بریاوې د پاکستان لپاره یو ویاړ دی
Nov 20, 2024 02:44د پاکستان په کراچۍ کې د آئيډیاز -۲ په نامې سره د پاکستان د وسلو دولسم نړیوال نندارتون د ترسره کیدا په ځاي کې د نندارتون د پرانیستونکو دستورو د ځانګړي میلمه په توګه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف حاضر شوی او د وسلو د مختلفو سټالونو کتنه ئې کړې ده .هغه سره په دغې کتنې کې د سند صوبې ګورنر محمد کامران خان ټسوري هم ملګرتیا کړې .
-
د یمن پوځ له صهیونیسټي رژيم سره اړونده یوه بله کشتۍ هم ټارګت کړې ده
Nov 20, 2024 02:40سحاب – د یمن د پوځ ویندوي په سرۀ سمندر کې له صهیونیسټي رژيم سره اړونده د یوې بلې کشتۍ د ټارګټ کولو خبر هم ورکړ.
-
غزه د ماشومانو په ګورستان بدله شوې ده
Nov 20, 2024 02:38سحاب -د ایران د خارجه وزارت ویندوي ووئیل،غزې تړانګه د اسرائيلو دنسل وژونکي رژیم د بې آمانه بمباریو او حملو له امله دماشومانو په ګورستان بدله شوې ده.
-
ماسکو د امریکا لرواټنه وسلو څخه د اوکراین استفادې ته سخت ځواب ورکوي
Nov 20, 2024 01:51سحاب - د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف په یولړ څرګندونو کې ووئیل، ماسکو به د امریکا له لرواټنه وسلو څخه د اوکراین استفادې ته په لومړي فرصت کې سخت ځواب و رکړي.
-
د ایران په بیا بایکاټ سره د اروپا سمبولیکه ډرامه
Nov 19, 2024 12:19د ایران په خلاف د اروپایی اتحادیې او انګلستان د نویو بندیزونو له اعلان سره سم د اتلانتیک شورا پوهنکور اعتراف وکړ چې د نویو بندیزونو لګول سمبولیک دی او د ایران په کارونو کښې به د زیاتې ګډوډۍ سبب نه شی.
-
وحشي اسرائيلوپرخبریالانو 1600 حملې کړي او ماشوم ټيلیویژني چینل ئې هم تباه کړ
Nov 19, 2024 11:15پارس ټوډې – د العالم خبری چینل د مشرې ایډیټرې په وینا، صهیونیسټي رژيم د ۲۰۲۳کال داکتوبر له اومې نیټې څخه راپه دې خوا په غزې تړانګې او لبنان کې دخبریالانو او خبری رسندویو په ضد یو زر شپږ سوه حملې کړي دي.
-
صهیونیسټان ولې له حزب الله سره له حقیقي جنګه پښمانه شوي دي ؟
Nov 19, 2024 10:52پارس ټو دې – په داسې حال کې چې په لبنان د اسرائيلی رژيم د پراخو حملو له پيلیدا ترمخکې پورې،کابو اویا فیصدي صهیونیسټان له دغې حملې سره موافق وو، خو د لبنان د مقاومتي مبارزانو په وسیله د میداني معادلاتو له تپل کید ا وروسته داسرائيلیانو نظر ډير زیات بدل کړی دی.
-
لاپید نتانیاهو ته په خطاب کې وویل د اسراییلو اقتصاد د سقوط په حال کې دی
Nov 19, 2024 10:41د صهیونیسټ رژیم د مخالفانو مشر د دغه هیواد د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په کابینې نیوکه وکړه او ویې ویل: د اسرائیلو اقتصاد د سقوط په حال کښې دی.