غزه د ماشومانو په ګورستان بدله شوې ده
سحاب -د ایران د خارجه وزارت ویندوي ووئیل،غزې تړانګه د اسرائيلو دنسل وژونکي رژیم د بې آمانه بمباریو او حملو له امله دماشومانو په ګورستان بدله شوې ده.
سحاب چینل د تسنیم خبری آژانس له قوله راپور ورکړی ، د ایران د خارجه وزارت ویندوي اسماعیل بقائی د ماشوم دنړیوالوې ورخې سره همهاله په ایکس ټولنیز چینل کې لیکلی دي، د نومبر نولسمه نیټه د ماشوم نړیواله ورځ په سولې او امنیت کې د ژوند لپاره د ټولو ماشومانو د حق یادونه کوي.
د ایران دخارجه وزارت ویندوي ددې خبرې په کولو سره چې دغه مناسبت یو فرصت دی څو د غزې تړانګې د ماشومانو کړاؤ او درد ه ولیدل شي، ووئيل؛ د تیر کال د اکتوبر له اومې نیټې راپه دې خوا تر دې د مه څه دپاسه اولس زره فلسطینی ماشومان شهیدان شوي ، په زرګونو نور بې درکه شوي او په لسګونو زره ټپیان شوي دي او دغه راز څه دپاسه ۳۵ زره ماشومان یتیمان شوي او یا ئې د خپلې کورنۍ ټول غړي له لاسه ورکړي دي.
بقائي زیاته کړې ده ، کابو څلور زره فلسطیني ماشومان د لوږې له امله قرباني شوي دي او بې شمیره نوره هم دلوږې ،ناروغیو ،کډوالۍ او دلومړنیو ضروري شیانو د کمښت په علت د مرګ له خطرې سره مخ دي.
داپه داسې حال کې دي چې د تیر کال د اکتوبر له اومې نیټې راپه دې خوا تر وروستیو پورې د اسرائیلي وحشي رژيم د جنایتکارو پوځیانو په بمباریو او توغندوي حملو کې کابو ۴۳ زره فلسطنیان شهیدان او کابو یولک پنځه زره نور ټپیان شوي دي چې زیاتره قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي.