-
په ننګرهار کې د ایران د اسلامي انقلاب د بریا ۴۵مه کلیزه ونمانځل شوه، نور حال په راپور کې واورئ
Feb 09, 2024 11:38د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب ۴۵مې کلیزې مراسم په جلال آباد کې د ایران د اسلامي جهوریت په سرقونسلګرۍ کې د ختیځو ولایتونو د ګڼ شمېر حکومتي چارواکو، سوداګرو او پانګوالو په شتون کې جوړ شوي وو.
-
صهیونیسټي رژیم په غزه کې هېڅ لاسته راوړنه نه لري
Feb 09, 2024 10:46په سوریې کې د ایران سفیر وویل: که جنګ دوام ولري صهیونیسټي رژیم ته به زیات انساني ، مالي او اقتصادي زیانونه ورسېږي.
-
په غزې کې ۳۰۰ زره کسان د خوراکي توکو د کمښت له ګواښ سره مخ دي
Feb 09, 2024 10:14د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د سلواغې په ۱۹مه خبرداری ورکړی چې د غزې په شمال او مرکز کې د ۳۰۰زره خلکو ژوند د خوراکي توکو د کموالي له امله له خطر سره مخ دي.
-
افغانان نه، بلکې په افغانستان کې د ټيټيپي وسلهوال زموږ لپاره ګواښ دي
Feb 09, 2024 10:01د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر ویلي، اوس هغه وخت رارسېدلی چې افغانستان خپل واک په خپل لاس کې واخلي.
-
د یوې الوتکې د لوېدو له امله پنځه امریکایي عسکر وژل شوي
Feb 09, 2024 09:47د امریکا پوځ تایید کړې چې د سمندري ځواکونو پنځه غړي يې د سان ډییکو ښار ته څېرمه د یوې پوځي څرخکې د غورځېدو په پېښه کې وژل شوي دي.
-
د چین په پانګونې سره د افغانستان له شماله د تیلو تولید زیات شوی
Feb 09, 2024 09:03د رسنیو له قوله، د چین د انرژۍ شرکت د ۴۹ میلیون ډالرو پانګونې په مرسته د افغانستان د شمال د تیلو له حوزې په ورځني ډول د اومه تیلو تولید ۱۱۰۰ مټریک ټنو ته رسېدلی، خو دا د هغې پانګونې یوه درېیمه برخه ده چې پېکېنګ یې ژمنه کړې ده.
-
په هرات کې زلزله ځپلو ته ۶۹ نور کورونه وسپارل شول
Feb 09, 2024 08:54د افغانستان د هرات سیمه ایز چارواکي په دې ولایت کې د وروستۍ زلزلې زیانمن شویو ته د لسګونو نورو کورونو د ورکولو خبر ورکوي.
-
د هرات والي د ایران په سياحتي ويزو کې د اسانتياوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه
Feb 09, 2024 04:24د هرات والي د ایران په سياحتي ويزو کې د اسانتياوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه
-
په افغانستان کې د پولیو د تشخیص اولنې مرکز پرانیستل شو
Feb 09, 2024 03:59د طالبانو د روغتیا وزارت د نړیوال بانک او د پولیو د لابراتوارونو د نړیوالې شبکې په همکارۍ د پولیو د تشخیص او معلومونې وړومبنې مرکز پرانیست.
-
په پاکستان کې انتخابات
Feb 08, 2024 10:56پاکستان دا مهال په بېلابېلو داخلي، بهرنیو او امنیتي برخو کې له ګڼو ستونزو او چیلنجونو سره مخا مخ دی. په کورني برخه کې د بې وزلۍ خپریدل، اقتصادي ګډوډي ، د تاوتریخوالي او ناامنیو زیاتوالی، د ترهګرو خوځښتونو شدت، د روغتیا او طبي مشکلات او د مهاجرینو مسله د پاکستان له مهمو ننګونو دي.