صهیونیسټي رژیم په غزه کې هېڅ لاسته راوړنه نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145962-صهیونیسټي_رژیم_په_غزه_کې_هېڅ_لاسته_راوړنه_نه_لري
په سوریې کې د ایران سفیر وویل: که جنګ دوام ولري صهیونیسټي رژیم ته به زیات انساني ، مالي او اقتصادي زیانونه ورسېږي.
(last modified 2024-02-09T06:19:58+00:00 )
Feb 09, 2024 10:46 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم په غزه کې هېڅ لاسته راوړنه نه لري

په سوریې کې د ایران سفیر وویل: که جنګ دوام ولري صهیونیسټي رژیم ته به زیات انساني ، مالي او اقتصادي زیانونه ورسېږي.

زموږ د خبریال د خبر له مخې؛ په سوریه کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر«حسین اکبري» څرګنده کړه: مقاومت د خپل عقل پر بنیاد، په راتلونکي کې د صهیونیسټي دښمن د احتمالي اقداماتو اټکل او تحلیل کولای شي.

په سوریه کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر زیاته کړه: په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم له تیری وروسته، د سلو زرو شهیدانو او ټپیانو په پام کې نیولو سره، صهیونیسټي دښمن په دې ښه پوهیږي چې مقاومت په تېره بیا د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس، د جګړې د دوام لپاره پوره واک لري او که صهیونیسټي رژیم بل ډول فکر کولای، نو سیاسي خبرو اترو ته به یې غاړه نه وای اېښي.

اکبري وويل: په دې حالت کې صهيونیسټي رژيم په کور دننه او په نړيواله کچه خپل وقار له لاسه ورکړی دی او غواړي له دغه جنګ څخه په لږ تاوان سره ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې صهیونیسټي رسنیو هم اعتراف کړی چې د غزې په خلاف د اسرائیلو له جنګه د څه دپاسه څلورو میاشتو په تېرېدو سره، صهیونیسټي پوځیان د سیاسي مشرانو ( د نتانیاهو د کابینې) د بې کفایتۍ له امله، د جګړې د دوام په موخو کې سرګردانه دي.

د صهیونیسټانو د رسمي شمېرو له مخې، د غزې د جګړې له پیله (د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې) راهیسې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو تلفات ۵۶۴ تنو ته رسېدلي دي، خو ځینو صهیونیسټي سرچینو د وژل شویو اسرائیلي پوځیانو شمېر، ۳ زره او د ټپیانو شمېر ۱۱ زره ته اعلان کړی دی.