-
د افغانستان (٧٠) سلنه خاوره له ماینونو پاک شوې ده راپور په ګډه اورو
Jan 04, 2024 10:26زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر یا یوناما وایې چې د افغانستان (٧٠) سلنه خاوره له ماینونو پاک شوې ده.
-
سور سمندر د صهیونیسټي رژيم د ملاتړوهیوادونو دکشتیو لپاره ناامن دی
Jan 04, 2024 10:13د غزې د بې دفاع خلکو د عامې نسل وژنې له دوام سره په یوخت د فلسطین له مظلوم ولس څخه په ملاتړ کې د یمن پوځ له صهیونیسټ رژيم سره د مرستې لپاره نیواکو ټاټوبو په لور تلونکي کشتۍ په نښه کوي.
-
د کرمان د ترهه ګرې غمیزې په نړیواله سویه غنده هماغه شان دوام لري
Jan 04, 2024 09:47د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش،د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په شمول د آسیا،لاتینې امریکا،اروپا او افریقائي هیوادونو مشرانو او لوړپوړو چارو اکو په دې اړه د ایران حکومت او ملت ته په جلا جلا پیغامونو کې غمرازي ښودلې او وئيلي ئې دي،ترهه ګري هیڅ دین او مذهب نه لري او دا داسې بلا ده چې هیڅوک ورڅخه خوندي نه دي باید په دې اړه نړیواله ټولنه باید جدی اقدامات وکړي.
-
ترهګري؛ د اسلامي ایران په خلاف د دښمنانو ناکامه هڅه
Jan 04, 2024 09:11د اسلامي ایران دښمنانو یو ځل بیا په یوه ړانده ترهګریز اقدام کې، په سلګونه ملکي کسان شهیدان او ژوبل کړل.
-
د افغانستان طالبانو حکومت د ایران بم چاودنې وغندلې جزیات دلته لرو
Jan 04, 2024 09:08زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو سرپرست حکومت او يو شمېر سياسي شخصيتونو د ايران په کرمان کې وروستۍ چاودنې په کلکو ټکو غندلې دي.
-
د شانګهائي ملګرتیا موسیسې غړو هیوادونو بیرغ نیم ځوړند دی
Jan 04, 2024 08:25پرون مازدیګر د سردارقاسم سلیماني د شهادت د کلیزې په مناسبت په کرمان کې د لکونو خلکو دم دستورو په وخت دوې جلاجلا بم چاودنې شوي چې له امله ئې ۸۵اتیا کسان چې ماشومان هم پکې ترسترګو شوي،شهیدان او څه دپاسه دوه څلور اتیا نور ټپیان شوي دي.دغه چاودنې د سردار سلیماني له قبر سره په اوه سوه میټرۍ او یو کلومیټرۍ کې شوي دي.دغه پيښه هماغه راز په نړیواله سویه غندل کیږي.
-
طالبان وايي د قوم او مذهب په نامه دسیسې ناکامه شوي نور حال دلته لرو
Jan 04, 2024 07:52زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع له يو شمېر علماوو او مخورو څېرو سره په ليدنه کې ویلي چې په هېواد کې د قوم او مذهب په نامه دسیسې ناکامه شوې دي.
-
ننګرهار کښې له غاصبینو ډیرې ځمکې بیرته ازادې شوي دي نور جزیات دلته لرو
Jan 04, 2024 06:21زمونږ خبریال راپور ننګرهار کې چارواکي وایي لسګونه زره جریبه دولتي زمکه یې د غاصبینو له منګولو راګرځولې ده.
-
د امریکې د شل کلنې نیواکګرۍ له امله د افغانستان ۳۰فیصده خاوره په ماینونو او مهماتو ککړه شوې ده
Jan 04, 2024 03:54د افغانستان ۳۰ سلنه خاوره د امریکايي پوځیانو د اشغال او جګړې له امله په ډول ډول ماینونو، مهماتو او چاودېدونکو توکو ککړه شوې ده.
-
د افغانستان پلاوي په اسلام آباد کښې له پاکستاني چارواکو سره وکتل
Jan 04, 2024 02:17د طالبانو ذبیح الله مجاهد وايي، په اسلام اباد کې له پاکستان سره د دوی د حکومت د همغږۍ د ګډې کمېټې شپږمه غونډه ترسره شوه.