-
په تهران کې د روسیې شارژدافیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته وروغوښتل شو
Dec 24, 2023 02:42د ایران د درېیو ټاپوګانو په اړه د روسیې د حکومت د بې بنیاده ادعاوو د تکرار له امله، په تهران کې د دغه هېواد شارژدافیر د شنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار او یو اعتراضیه لیک ورته وسپارل شو.
-
امریکا په افغانستان او پاکستان کې د ناامنیو د ډېرېدو لامله ده
Dec 24, 2023 01:53د پاکستان د جماعت اسلامي مشر په دې خبرې سره چې امريکا په سيمه کې هر چېرې چې وي ستونزې رامنځته کړې او د ټولو بحرانونو ريښه ده وويل: امريکا په افغانستان او پاکستان کې د ناامنۍ د پراخېدو لامله ده.
-
۴ میلیونه افغان ماشومان او میندې په خوارځواکۍ اخته دي
Dec 24, 2023 01:32د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) وايي، څلور میلیونه ماشومان او میندې په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته دي.
-
په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زیږون پرمهال مري
Dec 24, 2023 01:10د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زیږون پرمهال مري.
-
انتخابات د بدلون اساس او د ستونزو حل لاره دی
Dec 23, 2023 12:05حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای څرګنده کړه: که څه هم دغو خلکو ته اوبه، خوراک، درمل او سونګ نه رسیږی، هغوی د غره په شان ولاړ دی او د هغوی همدا نه تسلیمېدل هغوبریالي کوی ، ځکه چې خدای له صبر کوونکو سره دی لکه څنګه چې نن د بریا نښې لیدل کیدی شي.
-
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو د زیاتوالي خبرداری ورکوي
Dec 23, 2023 10:44د روغتیا نړیوال سازمان په یوه بیانیه کې لیکلي که څه هم په تېرو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې د پولیو کومه نوې پېښه په رسمي توګه نه ده ثبت شوې، خو ګواښ لا هم شته.
-
په ننګرهار ولايت کې ديوې ټرافيکي پيښې له امله شپږ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
Dec 23, 2023 08:20د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د مومندرې ولسوالۍ چارواکي پر وخت د پېښې سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي.
-
د افغانستان روغتیایي سکتور کې ١٥٠ زره ښځې په دندو بوختې دي نور راپور واورئ
Dec 23, 2023 10:55زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکتر قلندر عباد له یوې مالیزیایي رسنۍ سره په مرکه کې ویلې اوس د افغانستان روغتیایي سکتور کې ١٥٠ زره ښځې په دندو بوختې دي.
-
غزې ته د بیړنیو مرستو د لیږلو په اړه د امنیت شورا پریکړه یو مثبت خوناکافي اقدام دی
Dec 23, 2023 10:54په تیرو دوه نیمو میاشتو کې امریکا دوه ځله امنیت شورا ته وړاندې شوي پریکړه لیکونه ویټو کړي دي.
-
پاکستان د کابل له لوري د ټي ټي پي د غړو نیول تایید نه کړل
Dec 23, 2023 10:07ممتاز بلوچ په یوه خبري ناسته کې امریکا ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال عاصم منیر د سفر په اړه ومنله چې د ټي ټي پي د ځپلو او نورو مسایلو لپاره یې له امریکا پوځي مرستې غوښتي، خو دا یې رد کړه چې ګواکې په کابل کې د طالبانو د دولت خلاف هم غوښتنې کړي.