امریکا په افغانستان او پاکستان کې د ناامنیو د ډېرېدو لامله ده
د پاکستان د جماعت اسلامي مشر په دې خبرې سره چې امريکا په سيمه کې هر چېرې چې وي ستونزې رامنځته کړې او د ټولو بحرانونو ريښه ده وويل: امريکا په افغانستان او پاکستان کې د ناامنۍ د پراخېدو لامله ده.
د ایرنا د خبر له مخې، سراج الحق په اسلام آباد کې د ایران له سفیر رضا امیری مقدم سره په کتنې کې، د ایران او پاکستان د حکومتونو په سطحه د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا د ټینګار ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ولسي اړيکو د ټينګښت په اړه زياته کړه: امريکا په سيمه کې د ناورینونو اصلي رېښه ده او ځواکونه يې په هر ځاى کې چې وي ستونزې رامنځته کوي.
هغه د فلسطین له مظلوم ملت سره په مرستې کې د ایران د اسلامي جمهوریت د رول په قدرونې سره ټینګار وکړ: د غزې اوسېدونکي له سختو شرایطو سره مخامخ دي او د اسلامي نړۍ له هېوادونو څخه زموږ غوښتنه داده چې د فلسطین له مظلوم ملت سره د مرستې لپاره ژر اقدام وکړي.
په دغه کتنه کې په پاکستان کې د ایران سفیر هم د فلسطین د ملت د ارمانونو په ملاتړ او له صهیونیسټي رژیم سره د هر ډول جوړجاړی دسیسې په ردولو کې د پاکستان د حکومت او خلکو په تیره بیا، د دغه هېواد د ګوندونو د دریځ قدرونه وکړه او وویل : هغه هېوادونه چې له صهیونیسټانو د اړیکو د عادي کېدو تېروتنه یې کړې، باید په خپله پریکړه کې بیا کتنه وکړي.
امیري مقدم د صهیونیسټي دښمن پر وړاندې د فلسطیني مقاومت د اتلانو د عملیاتو په قدرونې سره ټینګار وکړ: د نړۍ مسلمانان د غزې له خلکو سره دي او په دې برخه کې د ایران اسلامي جمهوریت به د فلسطین له مقاومت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.