۴ میلیونه افغان ماشومان او میندې په خوارځواکۍ اخته دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143646-۴_میلیونه_افغان_ماشومان_او_میندې_په_خوارځواکۍ_اخته_دي
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) وايي، څلور میلیونه ماشومان او میندې په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته دي.
(last modified 2023-12-23T21:05:07+00:00 )
Dec 24, 2023 01:32 Asia/Kabul
  • ۴ میلیونه افغان ماشومان او میندې په خوارځواکۍ اخته دي

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) وايي، څلور میلیونه ماشومان او میندې په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته دي.

له دې سره، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ویلي، په افغانستان کې د خوراکي توکو کمښت ډېرې میندې دې ته اړې کړي، چې خپلو ماشومانو ته د ارامېدو لپاره د انټي هسټامین په نوم درمل ورکړي.

دا درمل چې نشه راوړونکي دي، د مسومیت لپاره کارول کېږي.

دې کمېټې په خبرپاڼه کې زیاته کړې، په افغانستان کې همدا اوس له ۱۲ میلیونه زیات وګړي له سختې لوږې سره مخ دي، ۳ میلیونه ماشومان سختې خوارځواکۍ نیولي او د بودجې د کمښت له امله، له ۱۰ میلیونه بې‌‌وزلو افغانانو سره د خوړو د نړیوال پروګرام په ګډون، د مرستندویه ادارو بېړنۍ مرستې هم بندې شوي دي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په خبرپاڼه کې د هغو ۲ میلیونه کورنیو د بد وضعیت یادونه هم شوې چې سرپرستې یې ښځې کوي.