-
امریکائي مسلمانانو د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو په باب بایډن ته خبرداری ورکړ
Nov 01, 2023 03:08د امریکا مسلمانانو او دډيموکراټيک ګون ځینو فعالانو جوزف بایډن ته په یوه لیک کې وئیلي دي که په غزې کې د اور بند دتضمین لپاره فوري ګامونه پورته نه کړي، نو د انتخاباتي او مالی مرستو د مخنیوي لپاره به اقدام وکړي.
-
په نیواکي ټاتوبو به توغندوي او ډرونز حملو ته دوام ورکړو
Nov 01, 2023 03:04د یمن د پوځ ویندوي اعلان وکړ، د دغه هیواد توغندوي اوډرونز یونټونو په نیواکي ټاټوبو کې بیا ټارګټونه په شیشت کې راوستي او دغه حملې به د صهیونیستي رژيم دنیواکګرۍ تر پاي پورې دوام وکړي.
-
دغزې خلکو ته دې سملاسي انسان دوستۍ مرستې ولیږل شي
Nov 01, 2023 02:00د ایران او قطر خارجه و زیرانو د غزې تړانګې په ضد د انساني ضد کلابندۍ پر ختمیدا او دغې سیمې ته د سملاسی انساني مرستو پر لیږد ټینګار وکړ.
-
د فلسطین موضوع د اسلامی نړۍ ترټولو مهمه موضوع ده
Nov 01, 2023 01:51د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر چې د قطر په سفر تللی ؤ ،پرون ناوخته ئې په دوحې کې د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر له مشر سره په کتنې کې په غزې تړانګې کې د فلسطین د بې دفاع خلکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم د حملو د دوام او وروستیو حالاتو په باب لیده کاته وکړل.
-
نړۍ دې د مظلومو فلسطینیانو د عامې وژلې مخه ونیسي
Nov 01, 2023 01:41د پاکستان دمشرانو جرګې په یوې اعلامیې کې په دې په ټينګار سره چې د غزې پر مظلومو خلکو د اسرائيلو وحشي رژيم حملې د فلسطینیانو د قتل عام لپاره یوه سسټماټيکه هڅه ده او په سخته محکومه ده، وئيلی دي ،نړۍ باید د فلسطینیانو د عامې وژلې مخه ونیسي.
-
په اروپا کې له فلسطینه د ملاتړ په پراختیا د اروپائي چارواکو اندیښنې
Oct 31, 2023 11:54د انګلستان دکورنیو چارو وزیزې سوئلا بریورمن پرون په یولړ هغو څرګندونو کې چې په دغه هیواد کې د صهیونیسټ ضده خوځښتونو په زیاتیدا د لندن د حکومت د لالهاندئ او ژورې غوسې ښودنکې وې ووئيل،د تیرې اونۍ په وروستیو شپو ورځو کې په واټونو کې په لسګونو زره خ لک ولیدل شول چې دمځکې له نقشې ئې د اسرائیلو د ختمیدا غوښتنه کوله . هغې ووئيل زما په نظر، ددغو لاریونونو د بیانولو لپاره یوازینۍ لاره شته ، دوي د نفرت لاریون کونيکي دي.
-
که په غزې کې جنایتونه ونه دریږي نو کنټرول به ئې بیا ممکن نه وي
Oct 31, 2023 10:11د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دیوه پلاوی په مشرۍ په پړاویز سفر نن سهار قطر ته لاړ او ددغه هیواد له لوړپوړو چارواکو سره ئې د فلسطین دغزې تړانګې د وروستیو حالاتو په باب مشورې وکړې او دغه راز ئې د سیمه ایزو او اسلامی هیوادونو د مشرانو او نړیوالو اورګانونو د سملاسي اقدام او لاس په کار کیدا غوښتنه وکړه.
-
ورځپاڼو ته کتنه
Oct 31, 2023 08:42د تهران راډیو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! ورځپاڼو ته د کتنې له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یوو، نن به هم اول د ایران او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې درسره شریکې کړو
-
د تکفیریانو په لاس پاره چنار سیمې بشپړ کلابندي هماغه راز دوام لري
Oct 31, 2023 08:18وروستي اطلاعات ښئ چې د خیبر پختونخواه صبې له کوهاټ او هنګو سیمو څخه دامن جرګې غړي هڅه کوي، اوربند ټینګ کړي خو چې په یوې سیم کې ډ زې بندیږي، نو اورپکي او ترهه ګر په بلې سیمې کې د اور لمبې زیاتوي، دغه راز راپورونه ښئ چې تر بیګا شپې پورې ددواړو خواؤ کابو څلویښت کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپيان شوي دي.
-
د طالبانو یوه چارواکي ملا عبدالسلام حنفي تورخم سرحدي لارې ته ورغلی نور جزیات دلته واورئ
Oct 31, 2023 12:32د طالبانو یوه چارواکي ملا عبدالسلام حنفي تورخم سرحدي لارې ته ورغلی نور جزیات دلته واورئ