-
د وحشي صهیونیسټي رژيم په دردناک جنایت پسې په ایران کې عمومي ویراعلان شو
Oct 18, 2023 01:18د وروستیو راپورونو په اساس د غزې په مرکز کې په المعمداني روغتون باندې د وحشي رژيم په بمبارۍ کې څه دپاسه ۱۱۰۰ ماشومان، مېرمنې ،بوډاګان، ځوانان شهیدان او په سلګونه نور ټپیان شوي دي.
-
امريکا د المعمداني روغتون د جنايت مسئوله ده
Oct 18, 2023 08:26د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په المعمداني روغتون کې د ملکیانو وژل کېدل، د صهیونیسټي دښمن د شرمناکه ناکامۍ څرګندونه وبلله او ویل: امریکایان چې له صهیونیسټي دښمن سره بې حده مرستې کوي، د المعمداني روغتون د جنایت مسئول دي.
-
د غزې پر روغتون د تل ابیب جنایت به بې ځوابه پاتې نشي
Oct 18, 2023 08:07د یمن سترې سیاسي شورا ټینګار کړی چې د غزې پر روغتون د برید په لړ کې د تل ابیب جنایت به بې ځوابه پاتې نشي.
-
د غزې د شهیدانو شمېر ۳۲۰۰ او د ټپیانو شمېر کابو ۱۲زره تنو ته ورسېد
Oct 18, 2023 07:44د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم د تیریو له امله، د شهیدانو شمېر څه دپاسه ۳۲۰۰ تنو ته رسېدلی او څه دپاسه ۱۱ زره نور ژوبل شوي دي.
-
نړیواله ټولنه باید د صهیونیسټانو د جنایتونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي
Oct 18, 2023 07:19د عراق د ملي حکمت غورځنګ مشر سید عمار حکیم په یوه پیغام کې په « معمداني » روغتون باندې د صهیونیسټي رژیم وحشیانه برید په کلکه غندلی او د دغه جنایت پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د چوپتیا د ماتېدو غوښتنه وکړه.
-
د اسرائیلو پرضد د افغانستان د ختیځ ولایتونو د خلکو کرکه په زیاتیدا ده نور رابور ته غړږ شئ
Oct 18, 2023 06:37زمونږ خبریال راپور راکړی په ننګرهار کې د ایران اسلامی جمهوریت سرکونسل وایي د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د اسرایلو پر خلاف لاریونونو وښودله چې د اسرائیلو د غاصب رژیم پر وړاندې د خلکو کرکه ورځ تر بلې په زیاتیدو ده.
-
ناپیژاندو کسانو د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مرستیال اغا محمد رودوال وژلی دی نور حال دلته لرو
Oct 18, 2023 06:22زمونږ خبریال راپور راکړی ناڅرګندو کسانو د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال وواژه.
-
د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک په مادو کې هرډول بیان کتنه غیر قانونی ده
Oct 18, 2023 03:49د روسیې خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک په مادو کې د بیا کتنې لپاره د لویدیځ فیصله غیر قانوني ده او هیڅ رواوالی نه لري.
-
د کابل او اسلام اباد ترمینځ د سرحدي تګ راتګ دآسانتیاؤلپاره موافقه شوې
Oct 18, 2023 02:52دغه موافقه په داسې حال کې شوې ده چې اسلام اباد په وروستیو اونیو کې د افغان ښاریزو د ورود لپاره دلازیاتې سختۍ او محدودیتونو سره اعلان کړ ی دی چې یو اعشاریه اوه میلیون غیرقانوني افغان پناه غواړي به دروانې میاشتې له ختمیدا وروسته په زوره له هیواده وباسي
-
د فلسطینیانو په ضد داسرائيلو جنایتونه نسل وژنه ده
Oct 18, 2023 02:49د پاکستان د پوځ عمومی قوماندان له فلسطینه د اسلام اباد پر هراړخیزو ملاتړونو باندې په ټينګار سره په غزې کې د اسرائیلی نیواکګرو وروستي جنایتونه په کلکه محکوم کړل.