امريکا د المعمداني روغتون د جنايت مسئوله ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i140144-امريکا_د_المعمداني_روغتون_د_جنايت_مسئوله_ده
د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په المعمداني روغتون کې د ملکیانو وژل کېدل، د صهیونیسټي دښمن د شرمناکه ناکامۍ څرګندونه وبلله او ویل: امریکایان چې له صهیونیسټي دښمن سره بې حده مرستې کوي، د المعمداني روغتون د جنایت مسئول دي.
(last modified 2023-10-18T04:01:15+00:00 )
Oct 18, 2023 08:26 Asia/Kabul
  • امريکا د المعمداني روغتون د جنايت مسئوله ده

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په المعمداني روغتون کې د ملکیانو وژل کېدل، د صهیونیسټي دښمن د شرمناکه ناکامۍ څرګندونه وبلله او ویل: امریکایان چې له صهیونیسټي دښمن سره بې حده مرستې کوي، د المعمداني روغتون د جنایت مسئول دي.

د ایرنا د خبر له مخې؛ هنيه زیاته کړه چې دغه جنايت د دښمن د وحشي ګرۍ ښکارندويي کوي او دغه جنايت د فلسطين له نيول کېدو څخه د صهيونېسټانو له نورو جنايتونو سره يوځای شو.

هغه دې ته په اشارې سره چې صهیونیسټي دښمن هېڅ ارزښتونو، قوانینو او اصولو ته درناوی نه لري، وویل: هغه کسان چې د معمداني روغتون جنایت یې ترسره کړ، هماغه کسان دي چې د صبرا او شاتیلا په وژلو او د بحر البقر ښوونځي په جنایت لاس پوري کړی او د مصر د پوځ بندیان یې ووژل.

هنيه وويل: که دښمن فکر کوي چې په دې وژنو سره به خپله شرمناکه ماتې پټه کړي او يا به د فلسطين ملت تسليم کړي، په بشپړه توګه تېروتنه کوي.

هغه زیاته کړه: "مقاومت دوام لري او یوازې هغه وخت به ودرېږي چې نیواکګر زموږ له ځمکې او سپېڅلو ځایونو څخه ووځي.