د فلسطینیانو په ضد داسرائيلو جنایتونه نسل وژنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i140128-د_فلسطینیانو_په_ضد_داسرائيلو_جنایتونه_نسل_وژنه_ده
د پاکستان د پوځ عمومی قوماندان  له فلسطینه د اسلام اباد پر هراړخیزو ملاتړونو باندې په ټينګار سره په غزې کې د اسرائیلی نیواکګرو وروستي جنایتونه په کلکه محکوم کړل.
(last modified 2023-10-18T03:24:21+00:00 )
Oct 18, 2023 02:49 Asia/Kabul
  • د فلسطینیانو په ضد داسرائيلو جنایتونه نسل وژنه ده

د پاکستان د پوځ عمومی قوماندان  له فلسطینه د اسلام اباد پر هراړخیزو ملاتړونو باندې په ټينګار سره په غزې کې د اسرائیلی نیواکګرو وروستي جنایتونه په کلکه محکوم کړل.

ایرنا خبری آژانس راپو رورکړ، دپاکستان د پوځ دعمومی قوماندان جنرال عاصم منیر په مشرۍ د دغه هیواد دپوځ  دقوماندانانو په دوه سوه شپیتمې ګډې غونډې کې  په غزې کې د تاؤتریخوالو په زیاتیدا په ژورې اندیښنې ښودلو سره  د فلسطینیانو په ضد د اسرائيلو یرغلونه  محکوم کړل او وې و ئيل،  په غزې کې انساني  مرګز ژوبلې ، د اسرائيلو د اجباری اقداماتو او بې آمانه یرغلونو په نتیجې کې په اوڅاره توګه زیاتې شوي دي .

د پاکستان د پوځ  د آئي ایس پي آر په اعلامیې کې ټينګار شوی دی ، چې د فلسطین  ملت  هماغه شان د پاکستان   ډيپلومآټيک، سیاسی او اخلاقي پلوه  بې قید اوشرطه  ملاتړه برخمن دی  او اسلام اباد  د اسرائیلو دنیواکګرۍ  په ضد  د خپلو فلسطینیو وروڼو خوئيندو له  مبارزې او دفلسطین د شخړې دتل پاتې حل په تیره بیا  د قدس شریف ددفاع  لپاره د فلسطنیانو دمبارزو  ملاتړ کوي.

 د پاکستان لومړي وزیر  انوار الحق کاکړ هم تیره ورځ  په غزې کې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو  او د فلسطینیو د مرګ ژوبلو په باب د ژورې اندیښنې په ښودلو سره د غزې د کلابندۍ دفوري ختمولو  غوښته کړې اووئیلي ئې دي ،په فلسطین کې د ناخوښو  پیښو علتونه د فلسطینی ملت په ضد ځپونکی کړچار او د  اسرائيلو  د ناروا نیواک په کلونو کې ريښه لري.