-
د سپاه پاسداران په ضدد اروپائي اتحادئې د اقدام په ضد د ایران غوڅ غبرګون
Feb 22, 2026 11:01پارس ټودې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اروپائي اتحادئې د غیرقانوني اقدام په ځواب کې، چې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري او هوایي ځواکونه ئې ترهګر او رګانونه اعلان کړي، د ټولو اروپائي هېوادونو سمندري او هوائي ځواکونه ئې د ترهګرو اورګانونو په توګه وبلل.
-
روژه د خدای مېلمستیا (۱۴)
Feb 22, 2026 10:46د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو، روژه د خدای مېلمستیا له (۱۴م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
-
طالبان: پاکستان ته به مناسب ځواب ورکړو
Feb 22, 2026 09:21د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان د بریدونو په ځواب کې ویلي چې پاکستان ته به حساب شوی ځواب ورکړي.
-
حامدکرزی: پاکستان دې د ښه ګاونډیتوب لار غوره کړي
Feb 22, 2026 09:17د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې، دغه هیواد باید د ښه ګاونډیتوب لاره غوره کړي.
-
په افغانستان حملې د پاکستان ځانګړې پوځي کړۍ کړي دي
Feb 22, 2026 03:41زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طابانو ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې هوايي بریدونه د پاکستان د یوې ځانګړې پوځي کړۍ لهخوا ترسره شوي دي.
-
پاکستان کښې د طالبانو سفیر د اسلام اباد بریدونه غندلي
Feb 22, 2026 03:38زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کښې د طالبانو پخوانی سفیر «ملا عبدالسلام ضعیف» پر خپله اېکسپاڼه د پاکستاني هوايي ځواکونو بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ویلي یې دي، چې دا عمل د اسلام، ګاونډیتوب او نړۍوالو اصولو ښکاره سرغړونه او جنایت دی.
-
په ننګرهار کښې د پاکستان په بریدونو کښې د مرگ ژوبلي شمیره زیاته شوي ده
Feb 22, 2026 02:51زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار کې ولایتي چارواکو ویلي، د بهسودو ولسوالۍ ګردي کڅ سیمه کې د شهاب الدین په نوم د یوه کس کور په نښه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا شل تنه وژل شوي دي.
-
د ننګرهار د حوزوي روغتون سرچینې وايي تراوسه ۸ مړي او ۷ ټپیان دې روغتون ته لېږدول شوي
Feb 22, 2026 01:39زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د ننګرهار د حوزوي روغتون سرچینې وايي تراوسه ۸ مړي او ۷ ټپیان دې روغتون ته لېږدول شوي
-
د افغانستان په څو سيمو کې هوایي بریدونه شوي دي
Feb 22, 2026 01:34زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په پکتیکا او ننګرهار ولايتونو کې د طالبانو حکومت ځايي سرچينې وايي، د پاکستاني پوځ له ډيورنډ کرښې سره څېرمه د دغو ولايتونو په يو شمېر سيمو کې هوايي بریدونه کړي چې په وینا یې ملکي کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
-
د پاکستان په بنو سیمه کښې د پوځ یو لوړرتبه افسر او یو عسکر وژل شوي
Feb 22, 2026 01:29زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په بیلابیلو سيمو کې بیګا په داسې حال کې بريدونه شوي چې د شنبې په ورځ د خيبرپښتونخوا په بنو کې پر پاکستاني پوځیانو ځانمرګي برید کې د يوه ډګرمن په ګډون دوه تنه وژل شوي وو.