پاپ لئو د ایران پرضد په جنګ باندې بیا نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i172286-پاپ_لئو_د_ایران_پرضد_په_جنګ_باندې_بیا_نیوکه_وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لئو د افریقا لوې وچې ته د خپل سفر په بهیر کښې په ده باندې د امریکا د ولسمشر ټرامپ له سختو نیوکو سره سره یوځل بیا د ایران پرضد په جنګ نیوکه وکړه.
(last modified 2026-04-25T10:09:31+00:00 )
Apr 25, 2026 14:37 Asia/Kabul
  • پاپ لئو د ایران پرضد په جنګ باندې بیا نیوکه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لئو د افریقا لوې وچې ته د خپل سفر په بهیر کښې په ده باندې د امریکا د ولسمشر ټرامپ له سختو نیوکو سره سره یوځل بیا د ایران پرضد په جنګ نیوکه وکړه.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر په دې خبرې باندې چې د ایران پرضد جنګ د ډیرو بې ګناه خلکو د وژلې سبب شوی دی خواشینۍ څرګنده کړه.

هغه دغه راز د سولې د خبرو اترو په کم سرعت باندې په ناهیلۍ څرګندولو سره وویل مونږ نه پوهیږو دغه بهیر چیرته ځي داسې بهیر چې د نړۍ د اقتصاد لپاره یې دغه ګډوډ حالت رامینځته کړی دی.