د ایران خارجه وزیر اسلام آباد ته تلی دی
د ايران د بهرنیو چارو وزیر «سیدعباس عراقچي» تیر ماښام د ثور په۴مه خپل دورهیي سفر اسلاماباد ته په تګ سره پيل کړ او مسقط او مسکو ته په تګ سره به يې پای ته ورسوي.
د دې سفر موخه دوه اړخیزې مشورې، د سیمې د روانو بدلونونو په اړه بحث او خبرې اترې، او همدارنګه د امریکا او اسرائیلي رژیم له لوري د ایران پر ضد د جګړې وروستۍ وضعیت ارزونه ده.
عراقچي ته په اسلام آباد کې د پاکستان د پوځ مشر فواد مارشال عاصم منير او د ياد هېواد بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار لخوا په هوايي ډګر کې ښه راغلاست وويل شو.
ټاکل شوی نوموړی په دې سفر کې د نورو چارواکو ترڅنګ د پاکستان لومړي وزیر سره هم ليده کاته وکړي.
ورته مهال حکومتي سرچینو تاییده کړې چې د امریکې لاجسټکي او امنیتي ټیم هم له دې مخکښې اسلام آباد ته رسیدلی او د خبرواترو د بهیر لپاره یې ضروري سریزې چمتو کړې دي.
ورته مهال د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د ایران دریځ څخه ملاتړ اعلان کړ
د پاکستان د جماعت اسلامي امیر اعلان کړی چې دا ګوند د امریکا سره د خبرو اترو په اړه د ایران له دریځ څخه ملاتړ کوي او له واشنګټن څخه غواړي چې د هرمز تنګي محاصره پای ته ورسوي.