-
د انسانیت دښمنان د مسلمانانو ترمینځ په درز او نفرت خورونې پسې دي
Sep 29, 2023 10:45د اسلامی مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې د لوړې شورا مشر زیاته کړه ،د اسلام دښمنانو د مسلمانانو ترمینځ ددرز اوتفرقې د اچولو لپاره خپلې ټوله هڅې کارولي دي، چې باید درست مسلمانان ددې موضوع په باب ځير او هوښیار ووسي.
-
په ټولوډګرونوکې د ایران پرمختګ ددښمنانوسپيرونقشوسره دمقابلې یوازینۍ لاره ده
Sep 29, 2023 10:30د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ مرستیال غږملونکي د پرمختللو جنګي بیړیو او سمندری اوبتلونو په پلانونې او جوړونې کې د سمندري ځواک ځينو وروستیو بریاؤ ته په اشارې سره ووئيل، محصیلین دپوځ د هوافضا مخه نیونکي ځواک دراتلونکي او پرمختګ په ودې کې ډير زیات رول لوبوي .
-
افغانستان به دګاونډیانولپاره دګواښ په توګه استعمال نشي
Sep 29, 2023 10:05د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت خارجه وزیر ټينګار وکړ، دغه حکومت به هیچا ته اجازت ورنه کړي افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په ضد د ګواښ لپاره په کوم مرکز بدل کړي.
-
ترکیه د سورئې په باب له ایران او روسیې سره بیرته خبرې پیلوي
Sep 29, 2023 08:57د ترکیې دفاع وزیر له سورئې سره د اړیکو دعادی کولو په موخې سره له ایران او روسیې سره دخبرواترو د بیرته پیلولول لپاره د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ
-
پاکستان صهیونیسټي رژيم هیڅکله هم په رسمیّت نه پيژني
Sep 29, 2023 08:38د پاکستان خارجه وزیر ټينګار کړی دی چې فلسیطینیان باید خپل برخلیک پخپله وټاکي،د فلسطین د موضوع یوازینئ حل لاره د یوه خپلواکه هیواد جوړیدا ده او قدس باید د فلسطین پلازمینه شي.
-
په هندوستان کې د افغانستان سفارت وتړل شو
Sep 29, 2023 08:28په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزئ څه موده مخکې وئيلي وو،په افغانستان کې د طالبانو قدرت ته له رسیدا وروسته په نوي ډیلي کې دافغانستان سفارت له کابل سره هیڅ سیاسی رابطه نه لري،په عین حال کې ،په هندوستان کې د افغانستان د ښاریزو خدماتو وړاندې کولو ته دوام ورکوي.
-
د افغانستان د لوئې جرګې ترسره کیدا د حاکمیت د رواوالی سبب کیږي
Sep 29, 2023 08:08د افغانستان د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په افغانستان کې د ځينو مشکلاتو په بیانولو سره ووئيل، په دغه هیواد کې د لوئې جرګې ترسره کیدا او د اساسی قانون برابرول د حاکمیّت د رواوالي سبب کیږي
-
د افغانستان په هکله د ماسکو غونډه نن جوړیږي
Sep 29, 2023 00:09ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې «فازان» ښار نن د افغانستان د بدلونونو په هکله د ماسکو د فورمیټ د غونډې د ترسره کیدا کوربه دی.
-
پاکستان د افغانستان د ښاریزو په شمول غیر قانوني کډوال وباسي
Sep 29, 2023 02:48زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان حکومت زر د افغانستان د ښاریزو په شمول د ټولو غیر قانوني خارجي کډوالو له هیواد څخه د ایستلو لپاره یوه میاشته مهال ویش ټاکي.
-
د ایران سفارت د رسول الله د زوکړې په هکله مبارکي ورکړه
Sep 29, 2023 00:31زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې او د وحدت د اونۍ د پیلیدا په مناسبت د دنیا ټولو مسلمانانو ته مبارکي وویله.