پاکستان د افغانستان د ښاریزو په شمول غیر قانوني کډوال وباسي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان حکومت زر د افغانستان د ښاریزو په شمول د ټولو غیر قانوني خارجي کډوالو له هیواد څخه د ایستلو لپاره یوه میاشته مهال ویش ټاکي.
که د افغانستان په شمول د خارجي هیوادونو غیر قانوني کډوال په یوه میاشت کښې له پاکستان څخه ونه ځي نو حکومت به د هغوې پرضد سخت اقدامات ترسره کړي او پولیس او استخباراتي ادارې به غیرقانوني خارجي کډوال چې اکثریت یې د افغانستان دي معلوم کړي او هغوې به خپل هیواد ته واستوي.
ویل کیږي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفرازبګټي به په راتلونکو څو ورځو کښې د غیرقانوني خارجي کډوالو په هکله نوي پالیسي اعلان کړي.
په پاکستان کښې د افغانستان ګڼ شمیر ښاریز په غیرقانوني کارونو لکه د وسلو په قاچاق ، د نشه ئیزو موادو په قاچاق ، په بم چاودنو او د ډالرو په غیر قانوني تجارت کښې لاسونه لري چې د پاکستان اقتصاد ته یې ډیر تاوانونه رسولي دي.