د ایران سفارت د رسول الله د زوکړې په هکله مبارکي ورکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې او د وحدت د اونۍ د پیلیدا په مناسبت د دنیا ټولو مسلمانانو ته مبارکي وویله.
پرون د پنجشنبې ورځ د ۲۰۲۳ میلادي کال د سپتمبر د میاشتې ۲۸ او د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې دولسمه نیټه وه چې د یوه روایت پراساس د اسلام د ګران پیغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم د زوکړې کلیزه او د وحدت د اونۍ پیلیدل وو.
اهل سنت د ربیع الاول د میاشتې دولسمه او شیعه مسلمانان د ربیع الاول د میاشتې اولسمه نیټه د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د زوکړې کلیزه ګڼي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ستر بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه چې په خپله په اسلامي دنیا کښې د وحدت منادي او جارچي و له دغه موضوع د اسلامي هیوادونو د اتحاد او د نږدې کولو لپاره استفاده وکړه او د دغو دوو نیټو یعني د ربیع الاول د میاشتې له دولسمې تر اولسمې نیټې پورې ورځې یې د وحدت اونۍ ونوموله.
په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت پرون په یوه پیغام کښې وویل دغه سفارت د دغو له نور(رڼا» څخه د ډکو ورځو او د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې او د وحدت د اونۍ د پیلیدا په مناسبت د دنیا ټولو مسلمانانو په تیره بیا د ایران او د افغانستان مسلمانانو خلکو ته د زړه کومې مبارکي وايي.
د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله هم د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد ص د نیکمرغه زوکړې په مناسبت وویل د اسلام د ستر پیغمبر ظهور په نړۍ کښې یو ستر بشري او انساني بدلون رامینځته کړ او هغه په بشري ټولنه کښې د نوي فصل پیلامه شو.