-
د افغانستان ځانګړي اقتصادي پلاوې چین ته لاړ
Sep 19, 2023 08:10د افغانستان د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د چینايي چارواکو په رسمي بلنه چین ته ولاړ.
-
په ننګرهار کې سیلابونو ۵۰ کورونه نړولي دي
Sep 19, 2023 08:05د افغانستان د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وایی، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار او ځینو ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د استوګنې څه باندې پنځوس کورونه ویجاړ شوی دی.
-
ګوترش په افغانستان کښې د جینکو د ښوونځیو په نه خلاصیدو نیوکه وکړه
Sep 19, 2023 01:11د ملګرو ملتو سرمنشي یوځل بیا په افغانستان کښې د جینکو د زده کړو له بندیدو اندیښنه ښودلې او د طالبانو له خوا یې د نجونو د ښوونځیو د پرانستل کیدو غوښته وکړه.
-
ایراني او امریکايي بندیان به نن خوشې شي
Sep 18, 2023 11:31د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: په امریکا کې پنځه ایراني بندیان آزادېږي او په ایران کې هم د امریکې پنځه بندیان به دغه هېواد ته وسپارل شي.
-
حکومتونو اوملتونوته به دحقایقو د بیانولولپاره د ایران د ولس ګویاژبه شم
Sep 18, 2023 01:01د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر نیویارک ته له روانیدو مخکې د اسلامی انقلاب له ستر لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي سره هم لیده کاته وکړل.
-
امریکا او ناټو له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین له بریا څخه ناهیلي شوي دي
Sep 18, 2023 13:04د امریکا د پوځ د ګډو ځواکونو مشر جنرال مارک میلي ویلي چې د اوکراین جګړې ته د چټکې نتیجې رسېدل ناشونې دي او په جګړه کې د اوکراین بریا یوه "ډېره لوړه تمه" ده او ډېر وخت به ونیسي.
-
د مقاومت محور نور ایران ته اړتیا نه لري
Sep 18, 2023 11:59د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د وسلو په تولید کې د مقاومت د محور وړتیا ته په اشارې سره وویل، د مقاومت محور نن سبا ایران ته اړتیا نه لري.
-
کندوز ولايت کې د اوبو رسولو يوې شبکې په فعالیت پیل وکړ نور حال دلته لرو
Sep 18, 2023 11:49زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په شمال لور کندوز ولايت کې د اوبو یوې شبکې د فعالیت چارې روانې شوې.
-
د زرګونو افغان نجونو راتلونکی او هیلې له خطر سره مخ دي
Sep 18, 2023 10:24دغه سازمان وايي، د افغان نجونو د حقونو د اعادې لپاره باید سمدستي اقدام وشي.
-
چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي
Sep 18, 2023 10:14د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر «ژیوچینک» د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په تعرفي ناسته کې ویلي چې افغانستان په تېرو دوو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګ کړی او هیله یې ښودلې چې د تعامل په برخه کې نورې لاسته راوړنې هم ولري.