حکومتونو اوملتونوته به دحقایقو د بیانولولپاره د ایران د ولس ګویاژبه شم
د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر نیویارک ته له روانیدو مخکې د اسلامی انقلاب له ستر لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي سره هم لیده کاته وکړل.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي بیګا نیویارک ته له سفره مخکې ددې خبرې په کولو سره چې په دغه سفر کې به حکومتونو اوملتونو ته دحقایقو د بیانولو لپاره دایران د ولس ګویا ژبه شم ،ووئيل، هیله مند یم دغه سفر دهغه ماموریت دترسره کیدا لپاره چې ولس دحکومت په غاړه اچولی دی،اغیزشیندونکی شي او د اسلامی انقلاب د معظم لارښود لیدتوګه او لارښونې عملي کړو او د ایران د اسلامی جمهوریت نظرونه هم بیان کړو.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ د اته اویایمې عمومی غونډې کې د ګډون لپاره نیویارک ته له روانیدو مخکې ووئيل، د اسلامی جمهوری نظام د سیاست یو رکن د نړۍ له هیوادونو او د سیمې او له سیمې ورآخو او نړیوالو اورګانونو سره تعامل دی .ایران دملګروملتو یو فعال غړی هیواد دی او تمه لری چې دغه نړیواله موسیسه دنړیوال عدالت او سولې او امنیت او په پراختیا کې ټاکونکی رول ولوبوي او فیصلې ئې له هرډول توپير او بې عدالتۍ او د سترو قدرتونو له اغیزمنلو لیرې وي. هغه ووئيل، د دښمن له رسندوئي امپراتورۍ سره مقابله هم په ایجنډا کې ده او په دغه سفر کې به حکومتونو اوملتونو ته د حقایقو دبیانولو لپاره د ایران دولس ګویا ژبه وم.
داپه داسې حال کې دی چې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر نیویارک ته له روانیدو مخکې د اسلامی انقلاب له ستر لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي سره هم لیده کاته وکړل.
