د مقاومت محور نور ایران ته اړتیا نه لري
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د وسلو په تولید کې د مقاومت د محور وړتیا ته په اشارې سره وویل، د مقاومت محور نن سبا ایران ته اړتیا نه لري.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې؛ د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري د مقاومت د جبهې جوړېدل د سپېڅلې دفاع له لاسته راوړنو څخه وبلل او وویل چې نن ورځ د مقاومت محور ایران ته اړتیا نه لري، ځکه هغوی پخپله وسلې تولیدوي او ډېرې وړتیاوې لري.
سترجنرال باقري په دې خبرې سره چې له نیل څخه تر فرات پورې د صهیونیسټي رژیم شعار نه دی هېر شوی او زیاته یې کړه چې سپاه پاسدارانو په فلسطین کې د حزب الله او مقاومت ستنې پراخې کړې او نن سبا صهیونیسټي رژیم داسې یوې مرحلې ته رسېدلی چې مشران یې په خپلو خبرو کې وايي د مقاومت پراختیا او مظلومو فلسطینیانو دوی له یوه اساسي ستونزې سره مخ کړي دي.
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د ایران د خلکو پرضد د لوېدیځو بندیزونو ته په اشارې سره وویل: یو وخت پر ایران بندیزونه لګول شوي وو چې هېڅ شی وا نه خلي، خو نن پرې بندیزونه لګول کېږي چې کوم شی ونه پلوري.
جنرال باقري څرګنده کړه چې نن سبا د ایران د بې پیلوټه الوتکو پېرودونکي د دغه هېواد د تولید ظرفیت څو چنده دی او د نړۍ مهم هېوادونه د ایراني وسلو په لټه کې دي.