-
د ایران په ضد د محاصرې او د تېلو د بندیزونو ترختمیدا پورې به،هرمز تنګی بند وي
Aug 19, 2026 05:00پارس ټوډې: د ایران د اسلامي شورامشر وویل: «هغې وهمي امریکا ته په څرګنده وایم، تر هغه وخته چې په تفاهملیک کې د امریکا ژمنې، له محاصرې رانیولې، د کنګل شویو شتمنیو تر خوشې کیدا، د تېلو د بندیزونو تر لیرې کیدا، په ټولو جبهو کې د ګواښونو او پوځي عملیاتو پای ته رسیدا او د نورو هغو شرطونو تر پوره کیدا پورې چې امریکا ئې په تفاهملیک کې د عملي کولو ژمنه کړې، پلي نه شي، هرمز تنګی به خلاش نه شي.
-
د امریکا د بریدونو پر وړاندې د ایران درېدل د ستاینې وړ دي
Aug 17, 2026 11:50پارس ټوډی- د مالیزیا لومړي وزیر د امریکا د یرغلګرو بریدونو پر وړاندې د تهران د درېدو او هوډ په اړه څرګنده کړه چې د امریکا د پوځي تېري پر وړاندې د ایران مقاومت د ستاینې وړ دی.
-
اردوغان: اسرائیل په سیمه کې د اوسنۍ جګړې عامل دی
Aug 17, 2026 11:54پارستودي- د ترکیې ولسمشر له الجزیرې شبکې سره په مرکه کې اسرائیل په سیمه کې د جګړې اصلي عامل او پیل کوونکی بللی دی.
-
امریکايي جنرال: تمه مو نه لرله چې ایران به زموږ اډې ویجاړې کړي
Aug 17, 2026 11:53پارس ټوډی- د امریکا د پوځ د ګډو ځواکونو پخواني رئیس د ایران پر وړاندې په جګړه کې د امریکايي جنګي بېړیو د اوږدمهاله ځای پر ځای کولو په اړه د ټرمپ پر پرېکړې نیوکه کړې او اعتراف یې کړی چې امریکا تمه نه لرله چې په سیمه کې به یې اډې د ایران له خوا ویجاړې او له منځه یووړل شي.
-
عبري رسنۍ: ټرمپ د هرمز تنګي په پرانیستلو کې ناکام شو
Aug 17, 2026 11:44پارس ټوډی- د صهیونیستي رژیم ۱۳م ټلویزیوني کانال په یوه راپور کې لیکلي، سره له دې چې ۶۰ ورځې تېرې شوې، هرمز تنګی لا هم تړلی دی او په دې برخه کې د ټرمپ هڅې له ناکامۍ سره مخ شوې دي.
-
د مکې دفاعی تړون دې د اسلامی امت او اسلامی هیوادونو لپاره یو ګډ دفاعی پلیټ فارم شي
Aug 16, 2026 15:33پارس ټوډې – د پاکستان د سیاسی او دینی چارو یو شمیر کارپوهانو په زغرده په مکې شریفې کې د عربستان ،ترکیې اوپاکستان ترمینځ درې اړخیز دفاعی تړون د اسلامی امت د یووالی او اتحاد په لور یو ګام بللی او وئيلي ئې دي چې باید دغه تړون د اسلامی نړئ او اسلامی هیوادونو لپاره دیووالی او یو موټي کیدا پلیټ فارم شي.
-
قالیباف د هرمز تنګي په اړه د ټرمپ د شاتګ روایت بیان کړ
Aug 15, 2026 15:33پارسټودي ـ د ایران د اسلامي شورا د مشر وویل، د ایران له خبرداري وروسته، ډونالډ ټرمپ اړ شو چې د هرمز تنګي په اړه له خپل دریځ څخه شاتګ وکړي.
-
د امریکا بهرنی سیاست د افراطي دروغو چورلیز دی
Aug 15, 2026 15:52پارسټودي ـ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوِوویل، د سیمې او ایران په اړه د امریکا بهرنی سیاست له افراطي دروغمحورۍ سره مخ دی.
-
ایران په تیرې اونۍ کې اونیز يزوګزام
Aug 15, 2026 14:29د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د ایران د ځینو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه نننی مطلب کې درته په پیل کې په تیرې اونۍ کې د ایران د ځینو مهمو بدلونونو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو، بیا مو هم د ځينو موردونو په باب رابولوو، دتحلیلي برخې آوریدو ته .
-
امریکايي طنز چلوونکي ټرمپ ته په کنایه: تېل به دومره ارزانه شي چې پمپسټیشنونه به خلکو ته پیسې ورکوي
Aug 15, 2026 12:29یوه امریکايي طنز چلوونکي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادعاوو په اړه په طنزیه ډول ویلي، چې د ایران د ماتولو له «۴۴۳م ځل» وروسته به د پټرولو بیه دومره راټیټه شي چې د تېلو پمپونه به خلکو ته پیسې ورکوي څو پټرول ترې واخلي.