عبري رسنۍ: ټرمپ د هرمز تنګي په پرانیستلو کې ناکام شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i176704-عبري_رسنۍ_ټرمپ_د_هرمز_تنګي_په_پرانیستلو_کې_ناکام_شو
پارس‌ ټوډی- د صهیونیستي رژیم ۱۳م ټلویزیوني کانال په یوه راپور کې لیکلي، سره له دې چې ۶۰ ورځې تېرې شوې، هرمز تنګی لا هم تړلی دی او په دې برخه کې د ټرمپ هڅې له ناکامۍ سره مخ شوې دي.
(last modified 2026-08-17T07:15:23+00:00 )
Aug 17, 2026 11:44 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

پارس‌ ټوډی- د صهیونیستي رژیم ۱۳م ټلویزیوني کانال په یوه راپور کې لیکلي، سره له دې چې ۶۰ ورځې تېرې شوې، هرمز تنګی لا هم تړلی دی او په دې برخه کې د ټرمپ هڅې له ناکامۍ سره مخ شوې دي.

د پارس‌ ټوډی د راپور له مخې، چې د صدا او سیما خبري اژانس په حواله یې خپور کړی، د صهیونیستي رژیم ۱۳م ټلویزیوني کانال ویلي چې له ۶۰ ورځو تېرېدو سره، سره، امریکا له ایران سره ان د لومړنیو مادو تر کچې هم یوې هوکړې ته نه ده رسېدلې.

دې صهیونیستي رسنۍ زیاته کړې چې نړۍ په دې موده کې د امریکا د دفاعي او تعرضي توغندیو له سخت کمښت څخه خبره شوه.

د دې عبري رسنۍ په لیکنه، د هرمز تنګي د امریکا له قلمرو سره د یوځای کولو په اړه د ټرمپ ګواښونه هم د ایران له ملنډو وهونکي او سپکوونکي غبرګون سره مخ شوي دي.