-
په خیبرپښتونخوا کې ځانمرګی برید بیا د ۳۸کسانو وینه وبهوله
Jul 24, 2026 15:06د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې په ټانک کې پر یوې امنیتي پُستې په ځانمرګي بریدکې د نهو پوځيانو پشمول څوارلس کسان وژل شوي او کابو ۲۴ نور ټپیان شوي دي ، په مستونګ کې په یولړ عملیاتو کې ۴ ترهه ګر هلاک شوي دي.
-
د ملګرو ملتونو څوکۍ د افغانستان د اوسني حکومت قانوني حق دی
Jul 24, 2026 14:38د افغانستان د طالبانو دحکومت ویندوي په دې په ټینګار سره چې په ملګرو ملتو وکۍ څوکئ ترلاسه کول د افغانستان د اوسني واکمن حکومت قانوني حق دی ویلي دي، د دغه وضعیت دوام د افغانستان د خلکو پر وړاندې بېانصافي ده.
-
د فلسطین له خلکو سره نړیوال ملاتړ مخ په زیاتېدو دی
Jul 24, 2026 14:27د جاپان د بهرنیو چارو وزیر موتګي توشیمیتسو ووئيل چې د فلسطین د خلکو له حقوقو څخه نړیوال ملاتړ به لا هم زیات شي
-
د امریکا کانګرس د ایران پر ضد د جنګ د درولو غوښتنه وکړه
Jul 24, 2026 14:18د امریکا د کانګرس استازو مجلس پرون ناوخته د جنګ د واکونو قانون (War Powers Act) له مخې د دوهم ځل لپاره یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پابند کوي،څو امریکایي پوځي ځواکونه له ایران سره له روان جنګ وباسي.
-
په اردن ،بحرین،کویت او قطرکې د امریکا پوځي اډې د ایران بېپیلوټه الوتکو په شیشت کې
Jul 24, 2026 14:06پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د خپلو پرلهپسې بېپیلوټه عملیاتو په دوام کې، په اردن، کویت،قطر او بحرین کې د امریکا د پوځ مهم مرکزونه د بېپیلوټه الوتکو په بریدونو ټارګټ کړل او لوخړې ئې ترې پورته کړې.
-
د هېوادونو د شتمنیو ضبطول یوه خطرناکه مخینه رامنځته کوي
Jul 24, 2026 13:56پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ټرمپ هغه ګواښ وغنده چې د ایران د شتمنیو د ضبطولو په اړه ئې کړی ؤ او ټینګار ئې وکړ چې د دغه ډول اقداماتو له امله رامنځته کېدونکې ګډوَډي او بېثباتي نه د منلو وړ ده او نه به د سولې سبب شي.
-
د ایران پر ضد په پوځي تېري کې هرډول ګډون، تېری بلل کېږي
Jul 24, 2026 13:27پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د فارس خلیج د ملګرتیا شورا له غړو هېوادونو وغوښتل چې د ایران پر ضد د امریکا په پوځي برید کې دې د خپل احتمالي ګډون او ملګرتیا په اړه ځواب ووايي.
-
په جنګ چُپتیا او دوهګوڼی دریځ،یرغلګر د جنایتونو تکرار ته لمسوي
Jul 24, 2026 13:15پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د شانګهای ملګرتیا موسیسې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې کې وویل؛د دغې موسیسې د فعالیت د دویم ۲۵ کلن پړاؤ له مهمو لومړیتوبونو باید دا وي چې له عمدتاً سیاسي او امنیتي ملګرتیاؤ څخه د هراړخیزو اقتصادي، ټیکنالوجیکي او پراختیائي ملګرتیا ؤ پر لور حرکت وکړي.
-
طالبان دې د افغانستان له خاورې د ترهه ګرو ډلو د بریدونو مخه ونیسي
Jul 24, 2026 12:54د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له طالبانو وغوښتل چې ډاډ ترلاسه کړي د افغانستان خاوره د ترهه ګرو ډلو له خوا د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د بریدونو لپاره نه کارول کېږي.
-
ایران د افغانسنتان د هرات–مزارشريف د ريل پټلۍ جوړوي
Jul 24, 2026 12:38د ایران د اوسپنې پټلۍ شرکت مشر ویلي، چې له افغانستان سره د همکاریو په چوکاټ کې د هرات - مزارشریف اوسپنې پټلۍ پروژه پلې کوي.