-
الحوثي: د ټرمپ طرحه د سیمې د تسلط لپاره اسرائیلي نقشه ده
Oct 03, 2025 02:41پارس ټوډې - د یمن د انصارالله غورځنګ عمومي منشي په غزې کې د اوربند لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز شوې طرحه وغندله او دا یې د فلسطیني ولس د بشپړو حقونو د مصادرې، د صهیونیسټي رژیم د تسلط د ټینګولو او د صهیونیسټي رژیم په اډې د سیمې د بدلولو هڅه وبلله.
-
د افغان طالبانو بهرنیو چارو وزیر راتلونکې اونۍ روسیې او هند ته ځي
Oct 03, 2025 02:04د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي راتلونکې اونۍ هند او روسیې ته په رسمي سفر ځي. ملګرو ملتونو د سپټمبر پر ۳۰مه متقي ته د یوې اونۍ سفري معافیت ور کړی دی.
-
تاجکستان او پاکستان په سیمه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی دی
Oct 03, 2025 01:55د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پنجشنبه د اکتوبر پر ۲مه په یوه بیان کې ویلي چې پلاوي یې د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبه کې د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې کړې دي.
-
پوهنې وزارت: ډېر ژر به د ممتازو زدهکوونکو لپاره نمونوي لېسه پرانیستل شي
Oct 03, 2025 01:51د افغانستان د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې ډېر ژر به په کابل ښار کې د مرکز او ولایتونو ښوونځیو د ممتازو زدهکوونکو لپاره (د سید جمالالدین افغان) په نوم نمونوي لېسه پرانیستل شي.
-
د افغانستان او پاکستان ترمنځ «انګور اډه» له دوه کلن ځنډ وروسته بېرته پرانېستل شوه
Oct 03, 2025 01:46د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ «انګور اډې» لاره له دوه کلن ځنډ وروسته بېرته د ټرانزیټ پر مخ پرانېستل شوې ده.
-
په کابل کې د کرنې وزارت ۳۳م نندارتون پرانیستل شو
Oct 03, 2025 01:37د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو ۳۳م نندارتون د کورنیو او بهرنیو چارواکو په حضور سره د کابل ښار په بادام باغ کې پرانیستل شو.
-
خبرونه/ د صهیونیسټ رژیم لخوا د صمود د کاروان د دیارلسو کشتیو نیول/ایران په صمود کاروان د اسرائیلو حمله وغندله
Oct 02, 2025 05:40پارس ټوډي سایټ د ایرنا خبري اژانس په قول راپور ورکړ د صهیونیسټ رژيم د باندنیو چارو وزارت بیګا وویل د صمود د کشتیو د سمندري کاروان شپږ کشتۍ یې نیولي دي او په هغو کښې سپاره کسان په نیواکي ټاټوبو کښې یوه بندر ته د انتقالیدا په حال کښې دي.
-
د اوو ډلې نوې ادعا: ولې لوېدیځوال د ایران په وړاندې دوه مخې سیاست ته دوام ورکوي؟
Oct 02, 2025 10:35پارس ټوډې - د ایران په وړاندې د دوه مخې سیاست د دوام په ترڅ کې، د اوو ډلې (G7) ادعا کړې چې د ایران د اټومي مسلې په اړه د ډیپلوماسۍ دوام غواړي.
-
د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمهییزې سولې په اړه خبرې ارتې کړي
Oct 02, 2025 10:33پارس ټوډی - د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ټیلیفون له لارې د سیمې د وروستیو تحولاتو، د سولې او امنیت د لوړولو لپاره د دیپلوماتیکو هڅو په اړه خبرې کړې دي.
-
د روغتیا سیاحت؛ په ایران کې د بهرنۍ پانګونې طلايي فرصت
Oct 02, 2025 09:00پارس ټوډې - ایران د پرمختللو روغتیایي زیربناوو او مناسبو لګښتونو په درلودلو سره، د روغتیا سیاحت او بهرنۍ پانګونې لپاره یو زړه راښکونکی مقصد ګرځېدلی دی.