په سیمه کې د صهیونیسټي رژیم اصلي هدف څه دی؟
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i169990-په_سیمه_کې_د_صهیونیسټي_رژیم_اصلي_هدف_څه_دی
پارس‌ټوډې – د اسلامي جهاد استازي د ایران د خلکو پر یووالي په ټینګار سره اعلان وکړ چې همدې یووالي د امریکا او اسرائیلو د بې‌ثباته‌کولو سناریو ناکامه کړه.
(last modified 2026-01-26T08:11:11+00:00 )
Jan 26, 2026 12:39 Asia/Kabul
  • په سیمه کې د صهیونیسټي رژیم اصلي هدف څه دی؟

پارس‌ټوډې – د اسلامي جهاد استازي د ایران د خلکو پر یووالي په ټینګار سره اعلان وکړ چې همدې یووالي د امریکا او اسرائیلو د بې‌ثباته‌کولو سناریو ناکامه کړه.

په لبنان کې د اسلامي جهاد د غورځنګ استازي ټینګار وکړ چې، له خپل مشرتابه سره د ایران د خلکو انسجام او ملتیا، په ایران کې د کورني بې‌ثباتۍ د رامنځته کولو لپاره د امریکا او صهیونیسټي رژیم د سناریو د ناکامۍ اصلي لامل وو.

د پارس‌ټوډې د راپور له مخې، «محفوظ منور» له العالم خبري شبکې سره په مرکه کې د سیمې حساسو شرایطو ته په اشارې سره، د ایران له اسلامي جمهوریت سره د مقاومت د جریانونو پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل: له ایرانه ملاتړ، د هغو ټولو ځواکونو ملاتړ دی چې د امریکا او اسرائیلو د ګډو طرحو پر وړاندې درېږي.

هغه وویل چې د اسرائیلو وروستی هدف یوازې یو هېواد یا محدوده سیمه نه ده، او زیاته یې کړه: موږ مخکې هم خبرداری ورکړی وو چې هر ډول مستقیمه نښته ښايي له غزې یا د لبنان له جنوبه پیل شي، خو د اسرائیلو د اهدافو لمنه ټوله لوېدیځه اسیا رانغاړي او که امریکا احتمالي اقدام وکړي، ټوله سیمه به تر اغېز لاندې راشي.

منور په ایران کې وروستیو ناآرامیو ته په اشارې سره وویل: اعتراضونو په پیل کې ټولنیز ماهیت درلود، خو د بهرنیو قدرتونو لاسوهنې او د ګډوډۍ جوړوونکو تاوتریخوالي ته هدایت کول، کورني شرایط لا پېچلي کړل.

هغه د فلسطین د سفیر د استوګنځي په نښه کول او پر مذهبي بنسټونو بریدونه، د فلسطیني مقاومت او د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د ګډوډۍ جوړوونکو د مخالفت نښې وبللې او ویې ویل: هغه څه چې د دې بدلونونو برخلیک یې وټاکه، د خلکو پراخ حضور او له خپل هېواد څخه یې ملاتړ وو.

د اسلامي جهاد استازي ټینګار وکړ: د ایران پر اسلامي جمهوریت هر ډول برید، په حقیقت کې د فلسطین پر آرمان برید دی، ځکه ایران یوازینی هېواد دی چې لا هم د مقاومت پروژه پر مخ وړي.

هغه زیاته کړه: د مقاومت ځواکونه به د ایران تر څنګ ودرېږي، ځکه د صهیونیسټي طرحو پر وړاندې مقابله یووالي او پیوستون ته اړتیا لري.

منور په پای کې د ایران د بدلونونو دقیق تعقیب ته په اشارې سره وویل: د اسلامي جهاد غورځنګ هیله‌من دی چې ایران له دې مرحلې څخه په ځواک سره تېر شي او په ډګر کې بریالی پاتې شي.