په غزې کې تش په نامه اوربند؛د صهیونیسټانو ددوامداروجنایتونو پوښښ
-
یوه فلسطینۍ مور چې د خپل ماشوم بېساه بدن ئې په غېږې کې نیولی دی
پارس ټوډې – د فلسطین په ټاټوبي کې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د دفتر مشر، په غزې کې د فلسطینيو وګړو د دوامدارې وژنې په اړه خبرداری ورکړ.
په فلسطیني ټاتوبي کې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د دفتر مشر، «اجیت سونګا »، د فلسطینيو عامو خلکو د پرلهپسې وژنې په اړه خبرداری ورکړ او وې ویل: نړیواله ټولنه باید د وینې د بهیدو د درَولو، د بشري حقوقو د وضعیت د ښه کېدو او د غزې د بیا رغونې لپاره خپل ملاتړ او دباؤنه زیات کړي.
د غزې د ولسي بنسټونو (NGOs) د چینل مشر همدارنګه «امجد الشوا»، وویل: په دې سیمې کې انساني وضعیت ورځ تر بلې لا پېچلی او سخت شوی دی، او لږ تر لږه ۱۸ زره او ۵۰۰ کسان په بېړني ډول اړتیا لري چې د درملنې لپاره له غزې څخه بهر ولېږدول شي.
د فلسطینیانو د حقونو د ملاتړ د نړیوال کمیسیون (حشد) مشر، صلاح عبدالعاطي ، د صهیونیسټي نیواکګرو لهخوا د درې خبریالانو د شهادت یادونه وکړه او وې ویل: د درې خبریالانو شهادت دا ښئي چې د اوربند تړون نه یوازې دا چې ملکي وګړو ته هېڅ ډول خوندیتوب نه دی برابر کړی، بلکې د دوامدارې وژنې او مستقیمو بریدونو لپاره په یوه پوښ بدل شوی دی.
عبدالعاطي زیاته کړه: په غزې کې د ملکي وګړو او خبریالانو پرلهپسې په نښه کول، له جبري بېځایه کېدو او د بنسټیزو تاسیساتو له ویجاړېدو سره یوځای، د نسلوژنې ښکاره تثبیت دی؛ داسې نسلوژنه چې د بېلابېلو وسیلو له لارې او د نړیوالې چوپتیا په سیوري کې ترسره کېږي.
په تېرو میاشتو کې د بشري حقوقو ډيرو موسیسو او بنسټونو، د ملګرو ملتو کارپوهانو او ولسي تنظیمونو او ادارو څو ځله خبرداری ورکړی چې په غزې کې د اوربند تړونونه په عملي ډول نه دي توانېدلي چې د بریدونو دوام او د ملکي وګړو د حقوقو سرغړونې ودروي.
د غزې میداني واقعیت ښئي چې اوربند، په غوره حالت کې هم، ټاکلی او محدود پلي شوی دی. په ځینو سیمو کې هوائي او ځمکني بریدونه دوام لري، خبریالان په نښه کېږي، او حیاتي بنسټیز تاسیسات لا هم ویجاړېږي.
د دې کړکېچ یوه جدي برخه، د نړیوالو بنسټونو چُپتیا او بې وسي ده چې د فلسطینیانو له روا حقوقو دفاع وکړي. که څه هم په ظاهره د لوېدیځي حکومتونو لهخوا د اوربند د ملاتړ لپاره سیاسي اعلامیې خپرېږي، خو هېڅ جدي او عملي اقدام نه تر سترګو کېږي. د ډېرو بشري حقوقو د فعالانو په وینا، همدا تشه او د امریکا او لوېدیځي حکومتونو معنا لرونکې بېعملئ او لټئ ، په غزې کې د صهیونیستي رژیم د تاوتریخوالي د دوام زمینه برابره کړې ده.
د غزې وروستي بدلونونه ښئي چې اوربند په عمل کې د بریدونو د دوام او د عامو خلکو د حقوقو د پراخو سرغړونو لپاره په یوه پوښښ بدل شوی دی. د خبریالانو شهادت، د بېدفاع خلکو پرلهپسې وژنه، د حیاتي بیخ بینائئيو ویجاړېدل، او د انساني اړتیاوو زیاتوالی ټول دا څرګندوي چې صهیونیسټي رژیم پرته له کوم اغېزمن خنډ څخه خپلو کړنو ته دوام ورکوي.
تر هغې چې په نړیوالې کچې د اغېزمن دباؤ د اعمالولو، د صهیونیسټي رژیم د بریدونو د بشپړ درولو، او د اوربند د واقعي تطبیق د تضمین لپاره جدي اراده رامنځته نه شي، په غزې کې د تاوتریخوالي او د بشري حقونو د سرغړونو بهیر به دوام ولري. دا وضعیت نه یوازې د نړیوالو میکانېزمونو ناکارندوالی رابرسیریه کوي، بلکې د فلسطین د کړکېچ پر وړاندې د نړیوال چلند د بیا کتنې اړتیا لا پسې روښانه کوي.