-
حماس: غزه د لوږې تر تیغ لاندې ده
Jul 31, 2025 02:32پارس ټوډی - د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د چهارشنبې په ورځ په یوه تنده اعلامیه کې د غزې بشري وضعیت «فاجعهبار» وباله او ټینګار یې وکړ چې د صهیونیستي رژیم بشپړه محاصره او هدفمندې پالیسۍ غزه د نسلوژنې په لور بیايي.
-
بورل: د اروپا کمیسیون ته د امریکا سره د بېړني سوداګریز تړون د پایلو خبرداری
Jul 31, 2025 02:31پارس تودي - د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست پخواني مسئول د چهارشنبې په ورځ د اروپا کمیسیون او د امریکا د دولت ترمنځ وروستي سوداګریز تړون په اړه انتقاد وکړ او دا یې یو بېړنی او ګران اقدام وباله چې د بروکسل د جیو پولیټیکي موقعیت کمزوری کړی دی.
-
د ایران په ګډون یو شمېر هیوادونو د اسرائیلي چارواکي د وینا پر مهال د بین الپارلماني غونډې تالار پرېښود
Jul 31, 2025 02:29پارس تودي - د ایران، فلسطین، یمن، الجزایر او یو شمېر نورو هېوادونو استازو د صهیونیستي رژیم د پارلمان (کنست) د رئیس د وینا پر مهال د سویس په ژنو ښار کې د بین الپارلماني نړیوالې اتحادیې د غونډې تالار پرېښود.
-
د ایران او وینزویلا ولسمشرانو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
Jul 31, 2025 02:27پارس ټوډی - د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه ټیلیفوني خبرو کې د وینزویلا له ولسمشر نیکلاس مادورو سره د وینزویلا د دولت د اصولي، روښانه او زړورو دریځونو ستاینه وکړه، چې د ایران د ملي حاکمیت پر وړاندې د صهیونیستي رژیم د تیري غندنه یې کړې او د ایران له خلکو سره یې خواخوږي اعلان کړې ده.
-
د قالیباف انتقاد: د سولې ساتونکي بنسټونه د اسرائیل په وړاندې چوپ پاتې دي
Jul 31, 2025 02:25پارس تودي - د ایران د اسلامي شورا رئیس د ژنو په نړیوال کنفرانس کې د صهیونیستي رژیم د جنایاتو او په تېره بیا په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې د ایران پر وړاندې د دې رژیم د ناوړه جنایاتو یادونه وکړه او وویل: مخکې له دې چې ناوخته شي، موږ باید د ۲۱مې پېړۍ نازیانو مخه ونیسو.
-
روسیې د ایران د اټومي تاسیساتو پر وړاندې د ټرمپ بیاځلي ګواښونه وغندل
Jul 31, 2025 02:24پارس ټوډی - د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د امریکا د ولسمشر ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو یې د نوو توغندیو او بمبارۍ د بریدونو ګواښ کړی، وویل: دې ګواښونه جدي اندېښنې راپارولي دي.
-
قالیباف: ایران د خپلې خاورې او خلکو څخه په کلکه دفاع وکړه
Jul 31, 2025 02:19پارس تودي - د ایران د اسلامي شورا رئیس د ایران پر وړاندې د صهیونیستي رژیم د تیري په اړه وویل: ایران د خبرو اترو مېز ته حاضر و او د خبرو اترو ژمن و، خو دا متجاوزین وو چې د خبرو اترو مېز یې واړاوه او بله لار یې غوره کړه، خو د دې تیري په ځواب کې، ایران د خپلې خاورې او خلکو څخه په کلکه دفاع وکړه.
-
قالیباف: د اسرائیلو د رژیم اقدامات د نازیانو جنایتونه رایادوي/ چین ته د امریکې خبرداری
Jul 30, 2025 09:54پارس ټوډی - د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) مشر په نړیوالو حقوقو د پابندۍ په غونډه کښې، په غزه کښې د اسرائیلو د رژيم اقدامات د نازیانو د جنایتونو رایاددوونکي وبلل.
-
د ایران او روسیې رسندوي همکاري؛ د جعلي خبرونو په وړاندې ګډه جبهه
Jul 30, 2025 08:16پارس ټوډی – په ماسکو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د روسیې د خارجه وزارت له ویاندې سره په کتنه کښې له جعلي خبرونو سره د مقابلې او د رسندوي همکارۍ د پياوړتیا لارې چارې وڅیړلې.
-
که دوباره تیری وشي، لاپریکنده غبرګون به وښایو
Jul 29, 2025 06:28د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکايي چارواکو ګواښونو ته غبرګون وښود او ټینګار یې وکړ چې که تیری تکرار شي نو ایران به داسې پریکنده غبرګون وښايي چې نور به یې د پټولو امکان هم نه وي.