حماس: غزه د لوږې تر تیغ لاندې ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i162972
پارس ټوډی - د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د چهارشنبې په ورځ په یوه تنده اعلامیه کې د غزې بشري وضعیت «فاجعه‌بار» وباله او ټینګار یې وکړ چې د صهیونیستي رژیم بشپړه محاصره او هدفمندې پالیسۍ غزه د نسل‌وژنې په لور بیايي.
(last modified 2025-07-31T01:34:40+00:00 )
Jul 31, 2025 06:02 Asia/Kabul
  • حماس: غزه د لوږې تر تیغ لاندې ده

پارس ټوډی - د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د چهارشنبې په ورځ په یوه تنده اعلامیه کې د غزې بشري وضعیت «فاجعه‌بار» وباله او ټینګار یې وکړ چې د صهیونیستي رژیم بشپړه محاصره او هدفمندې پالیسۍ غزه د نسل‌وژنې په لور بیايي.

حماس په یوه رسمي اعلامیه کې د غزې د دوامداره محاصرې او پراخې لوږې په اړه خبرداری ورکړ او اعلان یې وکړ چې دا وضعیت د پروګرام شوې نسل‌وژنې تر ټولو خطرناکو مرحلو ته ننوتی دی. 

حماس زیاته کړه: له پنځو میاشتو راهیسې د غزې خلک په بشپړه محاصره کې دي او له خوړو، درملو، د ماشومانو شیدو او نورو اړینو توکو څخه محروم دي. د ۴۰ زره نویو زیږیدلو ماشومانو او ۶۰ زره امیندوارو میرمنو په ګډون له دوه میلیونه زیات فلسطینیان د ژوندي پاتې کېدو له جدي ګواښ سره مخ دي. 

حماس ټینګار وکړ: صهیونیستي اشغالګر رژیم خواړه د ورو وژنې  او بشري مرستې د ګډوډۍ او غلا په یوه وسیله بدلې کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي: د «فقر او لوږې انجنیري» تر عنوان لاندې د یوې پالیسۍ په چوکاټ کې، چې موخه یې د غیرنظامیانو ترمنځ د مرستو خوندي او اغېزمن وېش مخنیوی دی، ډېری امدادي لاریو چې غزې ته ننوځي د رژیم د سازمان شوي بریدونو او غلا هدف ګرځي.