-
له هراته د جامو دویمه صادراتي محموله عراق ته ولېږدول شوه
Jul 15, 2026 13:21د هرات د جامو د تولیدوونکو اتحادیې رئیس عزیزالله نورزی وايي، په دې محموله کې شاوخوا ۸۰ زره جوړې جامې شاملې دي چې ارزښت یې نږدې ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو ته رسېږي.
-
د امریکا جنایت ته د بقائي غبرګون: د ایرانیانو هوډ، د عاملینو د سزا لپاره نور هم کلک شو
Jul 15, 2026 12:51پارس تودی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا د جنایت په غبرګون کې چې د حاجي آباد په ښار کې د یوه چاپېریال ساتونکي د کورنۍ د درې غړو د شهادت لامل شو، ټینګار وکړ: هر نوی جنایت د ایران د خلکو هوډ د عدالت د پلي کولو او د دې جنایتونو د عاملینو او امر کوونکو د محاکمې او سزا لپاره نور هم کلکوي.
-
سپاه پاسداران په کویت کې د امریکا پاتریوټ او هایمارس سیسټمونه تباه کړل
Jul 15, 2026 12:31پارس ټو ډی - سپاه پاسداران په کویت کې د امریکا پاتریوټ او هایمارس سیسټمونه ویجاړکړل
-
اکونومیست: ترامپ د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره کومه مؤثره حل لاره نه لري
Jul 15, 2026 12:12پارس تودی –اکونومیست په یوه راپور کې د دونالد ترامپ ستراتیژیکې ناکامۍ ته په اشارې سره د هرمز تنګي د پرانیستلو په برخه کې لیکلي: د امریکا ولسمشر د نظامي بریدونو او د ایران پر ضد د نویو بندیزونو له وضع کولو سره سره، د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره کوم مؤثر حل لاره نه لري.
-
د حسیني اربعین د مراسمو لپاره د بهرنیو وګړو د تګ او راتګ پولې اعلان شوې
Jul 15, 2026 07:52د ایران د اسلامي جمهوریت د حسيني اربعین مرکزي کمېټې د اربعین مراسمو لپاره عراق ته د بهرنیو اتباعو او کډوالو د ننوتلو او وتلو پولې اعلان کړې.
-
سنټکام د ایران د ادعايي محاصرې د پیلولو ادعا وکړه
Jul 15, 2026 07:39د امریکې د مرکزي قومندانۍ کمیټې(سنټکام) ترهګر ارګان په یوې خبرتیا کښې، د ایران خلاف د سمندري محاصرې د پیلیدو خبر ورکړ.
-
د ایران پوځ په سیمه کښې د امریکې په اډو بریدونه وکړل
Jul 15, 2026 07:37د ایران پوځ د امریکايي تیریو په ځواب کښې په سیمه کښې د دغه هیواد د ترهګر پوځ په اډو باندې سخت بریدونه کړي دي.
-
د ایران د وسله والو ځواکونو په وحدت باندې د ایران د پوځ او سپاه پاسداران ټینګار
Jul 15, 2026 07:36د ایران د وسله والو ځواکونو په وحدت باندې د ایران د پوځ او سپاه پاسداران ټینګار
-
د تهران په امام خمیني(رح) مصلی کښې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د درنښت دستورې ترسره شوې
Jul 15, 2026 07:27پارس ټوډی- د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د درنښت مراسم، د مختلفو پرګنو د زرهاو خلکو، د انقلاب د شهید رهبر د اولادونو، د قواو د مشرانو او د جګپوړو حکومتي او پوځي چارواکو په ګډون سره د تهران په امام خمیني نومې عیدګاه کښې ترسره شول.
-
ټرمپ ته د عراقچي کنایه: موږ به ډیر منصف واوسو
Jul 14, 2026 16:08پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ډونالډ ټرمپ د ادعاوو په وړاندې په طنزیه ځواب غبرګون سره په یو پوسټ کې ولیکل: ایران تل د هرمز تنګي د امنیت ساتونکی و او پاتې به شي. البته ۲۰ فیصده ډیر زیات دي، ما به له انصافه کار واخلو!