ټرمپ ته د عراقچي کنایه: موږ به ډیر منصف واوسو
پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ډونالډ ټرمپ د ادعاوو په وړاندې په طنزیه ځواب غبرګون سره په یو پوسټ کې ولیکل: ایران تل د هرمز تنګي د امنیت ساتونکی و او پاتې به شي. البته ۲۰ فیصده ډیر زیات دي، ما به له انصافه کار واخلو!

پارس ټوډی د مهر خبري آژانس له قوله خبر ورکړی چې د ایران خارجه وزیر سید عباس عراقچي، د امریکې ولسمشر ته چې له هرمز تنګي څخه یې د ۲۰ فیصده محصول او تاوان د ترلاسه کولو خبره کړې ده، په عکس کښې د یو ټویټ په خپرولو سره ولیکل: د امریکې ولسمشر بیخي رښتیا وايي. هر څوک چې له هرمز تنګي څخه د سوداګریزو کشتیو خوندي تیریدل تامینوي، د دې خدمت په بدل کښې د لګښت د ترلاسه کولو وړ دی.
هغه زیاته کړه: ایران تل د هرمز تنګي امنیت ساتلی او د تل لپاره به همداسې پاتې شي البته ۲۰ فیصده ډیر لوړ رقم دی، مونږ به ورسره انصاف وکړو.