-
بقايي: د شهید رهبر د وینې د غچ اخیستنې تعقیب یو جدي اصل او د ټولو غوښتنه ده
Jul 14, 2026 05:01پارس ټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، د شهید رهبر د وینې د غچ اخیستنې تعقیب یو جدي اصل او د ټولو خلکو غوښتنه ده.
-
د ناستې واليبال د نړۍ اتلولۍ؛ د ایران نارینه لوبډلې د جاپان پر وړاندې بریا خپله کړه
Jul 14, 2026 04:51پارس ټوډی – د ایران د ناستې واليبال نارینه ملي لوبډلې د نړۍ د اتلولۍ سیالیو د ګروپي پړاو په درېیمه او وروستۍ لوبه کې جاپان ته ماتې ورکړه.
-
په سیمه کې د امریکا د پوځي هدفونو پر ضد د سپاه پاسداران پراخ عملیات
Jul 13, 2026 12:17پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرتیا کې په کویټ کې د امریکا د سونګو زېرمو او د پاتریوت دفاعي سیسټمونو د له منځه وړلو خبر ورکړ.
-
د هرمز تنګی او د سپینې ماڼۍ خیالونه
Jul 13, 2026 15:49پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د ایران پر جنوبي سواحلو د امریکا د پرلهپسې تېریو په غبرګون کې، په یوه اعلامیه کې د امریکا د پوځ د تېریو پر وړاندې د سخت ځواب خبر ورکړی دی.
-
بلخ کې د نفتي توکو د کیفیت معلومولو مرکز جوړ شو
Jul 13, 2026 14:13د افغانستان په بلخ ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د شاوخوا یو میلیون ډالرو په لګښت د نفتي توکو د کیفیت ارزونې یو پرمختللی لابراتوار جوړ او فعال شوی دی. د مسئولینو په وینا، دغه مرکز په ۳۶ پرمختللو وسایلو سمبال دی او د نړیوالو معیارونو له مخې د بېلابېلو نفتي توکو کیفیت ارزوي.
-
فضلالرحمن: افغانستان سره دې ستونزې د خبرو له لارې حل شي
Jul 13, 2026 13:44د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضلالرحمن، د افغانستان په اړه د اسلاماباد پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو اختلافونه باید د زور پر ځای د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.
-
په سیمه کې د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته د تېلو بیه ۴ سلنه لوړه شوه
Jul 13, 2026 13:42د پارسټوډی د راپور له مخې، د فارس خلیج په سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلتیا له پراخېدو وروسته، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیه ۴ سلنه لوړه شوې ده.
-
د اسیا د ځوانانو د والیبال اتلولۍ؛ ایران د هند له ماتولو وروسته هم د جدول په سر کې پاتې شو
Jul 13, 2026 13:39د ایران د ۱۸ کلونو کم عمره نارینهوو د والیبال ملي لوبډلې د اسیا د اتلولۍ په سیالیو کې هند ته ماتې ورکړه او لا هم د دویم ګروپ د جدول په سر کې پاتې ده.
-
په مزارشریف کې د آیتالله خامنهيي د فاتحې او درناوي مراسم ترسره شول
Jul 13, 2026 13:21د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر، آیتالله خامنهيي د فاتحې او درناوي مراسم ترسره شول.
-
د افغان پُست مسئولینو د ایران د سفیر له مرستیال سره ولیدل
Jul 13, 2026 13:07افغان او ایراني چارواکو د پُستي همکاریو، سوداګرۍ او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا په موخه جلا جلا لیدنې او خبرې کړې دي.