بلخ کې د نفتي توکو د کیفیت معلومولو مرکز جوړ شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i175128-بلخ_کې_د_نفتي_توکو_د_کیفیت_معلومولو_مرکز_جوړ_شو
د افغانستان په بلخ ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د شاوخوا یو میلیون ډالرو په لګښت د نفتي توکو د کیفیت ارزونې یو پرمختللی لابراتوار جوړ او فعال شوی دی. د مسئولینو په وینا، دغه مرکز په ۳۶ پرمختللو وسایلو سمبال دی او د نړیوالو معیارونو له مخې د بېلابېلو نفتي توکو کیفیت ارزوي.
(last modified 2026-07-13T10:08:05+00:00 )
Jul 13, 2026 14:13 Asia/Kabul
  • بلخ کې د نفتي توکو د کیفیت معلومولو مرکز جوړ شو

د افغانستان په بلخ ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د شاوخوا یو میلیون ډالرو په لګښت د نفتي توکو د کیفیت ارزونې یو پرمختللی لابراتوار جوړ او فعال شوی دی. د مسئولینو په وینا، دغه مرکز په ۳۶ پرمختللو وسایلو سمبال دی او د نړیوالو معیارونو له مخې د بېلابېلو نفتي توکو کیفیت ارزوي.

چارواکي وایي، د دې لابراتوار په فعالېدو سره به د ټیټ کیفیت لرونکو نفتي توکو د وارداتو مخه ونیول شي او د بهرنیو لابراتوارونو اړتیا به کمه شي.

په دغه مرکز کې د پټرولو، ډیزلو، موبیلو او د الوتکو د سون‌توکو ازموینې هم ترسره کېږي.

د نفتي توکو سوداګر وایي، اوس د تېلو د کیفیت ازموینې پایلې د څو ورځو پر ځای په دوو تر درېیو ساعتونو کې ترلاسه کولای شي.