-
د انګلستان حکومت د امریکا ظالمانه بایکاټونه مه مني
Mar 31, 2020 23:40زمونږ خبریال وايي په بریتانیا کښې د ایران سفیر حمید بعیدي نژاد وویل د دغه هیواد خلک د لندن له حکومت څخه هیله لري په اټومي تړون کښې د خپلو ژمنو او دغه راز د انسان دوستانه حقوقو د نړیوالو وعدو په چوکاټ کښې د تهران پرضد د امریکا په بایکاټونو سترګې پټې کړي .
-
په ايران کښې له کورونا سره په مبارزه کښې کاميابي د خلقو د ملاتړ په وجه ده
Mar 31, 2020 10:22د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر له کورونا وائرسو سره په مقابله کښې د هېواد طبي ځواک اوسنۍ کاميابي د ايران د خلقو د ملګرتيا او ملاتړ په وجه وبلله.
-
د ظريف ډېپلوميسي: د بشريت په خلاف د امريکې د چلند او واقعي اصليت په ډاګه کول
Mar 31, 2020 10:01د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف د ماسکو چاپ کامر سېنټ ورځپاڼه کښې « له وائرسو سره وجنګيږئ نه له مونږ سره» تر عنوان لاندې په يوې مقاله کښې چې پرون خپره شوه په ټوله نړۍ کښې د کورونا وائرسو خپرېدو ته په اشارې سره د دغې موضوع په اړه وليکل: «د امريکې د بدمعاشۍ په وړاندې د غلي کښېناستېدو او تماشه کولو وخت تېر شوے دے.»
-
امريکه د يوې بشري غميزې له لارې د انتقام لټونې په حال کښې ده
Mar 31, 2020 08:00د ايران د بهرنيو چارو وزير د کورونا وائرسو د خپرېدو له بشري غميزې څخه په استفادې سره د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د ملګرو د ټيم په انتقام لټونې، نفرت خپرونې او انتخاباتي ګټې اوچتونې نيوکه وکړه.
-
په ایران باندې لګیدلې بندیزونه دې ختم شي
Mar 30, 2020 08:16د پاکستان اهل سنت او اهل تشیع عالمانو په روانو کړکیچنو حالاتو کښې د امریکې د ایراني ضده بندیزونو په غندلو سره د هغو د سمدستي لغو کیدو غوښتنه وکړه.
-
امریکا د ایران پرخلاف روغتیایې ترهګرۍ پیل کړي ده
Mar 30, 2020 01:24ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ایران د ملت پرضد د امریکا د هراړخیزه او بې مخینې جنګ په بیانولو سره د واشنګټن د غیر قانوني او د غیر اخلاقي بایکاټونو په بندیدا ټینګار وکړ .
-
ایران کا ایک اور کارنامہ، کورونا کی دوا تیار کر لی
Mar 29, 2020 09:39ایران کے دانشور اور تربیت مدرس یونیورسٹی کے پروفیسر نے ایران میں کورونا وائرس سے نجات حاصل کرنے کی دوا بنانے کی خبر دی ہے۔
-
په ايران کښې له يولس نيم زرو زيات کورونائي بيماران ښۀ شول
Mar 28, 2020 10:58د ايران د روغتيا وزارت اعلان وکړ، تر اوسه هغه يولس زره شپږ سوه نهه اويا کسان چې په کورونا وائرسو اخته شوي وو ښۀ شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.
-
له کورونا سره د مقابلې د پلانونو په پوره اجرا د ايران د ولسمشر تاکيد
Mar 28, 2020 10:27د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل، د کورونا وائرسو د مخنيوي لپاره په ايران کښې د اجتماعي فاصلې رامنځته کولو پلان دې په دقت سره اجرا شي.
-
د ايران په خلاف د بنديزونو په دوام د واشنګټن تاکيد
Mar 28, 2020 09:54په ايران کښې د کورونا خپرېدل او له دغو مرګونو وائرسو سره د سختې مقابلې ضرورت د ايران په خلاف د امريکې د بنديزونو د کمولو لپار د نړيوالو غوښتنو او دباونو د زياتېدو سبب شوے دے. د واشنګټن لخوا د ځينو ظاهري وعدو باوجود اوس د ټرمپ حکومت د تهران په خلاف د بائيکاټي دباونو په دوام تاکيد کوي.