په ايران کښې له يولس نيم زرو زيات کورونائي بيماران ښۀ شول
(last modified Sat, 28 Mar 2020 10:58:10 GMT )
Mar 28, 2020 15:28 Asia/Kabul
  • په ايران کښې له يولس نيم زرو زيات کورونائي بيماران ښۀ شول

د ايران د روغتيا وزارت اعلان وکړ، تر اوسه هغه يولس زره شپږ سوه نهه اويا کسان چې په کورونا وائرسو اخته شوي وو ښۀ شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

د ايران د روغتيا وزارت د عمومي تعلقاتو او اطلاع رسونې مشر کيانوش جهانپور نن د ايران پرېس له خبريال سره په مرکه کښې وويل، تر اوسه په ايران کښې په قطعي توګه 35 زره او  408   کسان په کورونا وائرسو اخته شوي دي.

هغه زياته کړه، له بده مرغه په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې يو سل نهه دېرش کورونائي بيماران وفات شوي دي چې له شروع نه تر ننه د دغو مړو شمېر دوه زره او 517 تنو ته اورسېد.

تر اوسه په نړۍ کښې له شپږ لکه دوه زرو نه زيات کسان په کورونا وائرسو اخته شوي دې او تقريباً اويشت زره 468 تنه مړۀ شوي دي.