-
د لویې جرګې غونډه، په افغانستان کې د ملاتړ د تر لاسه کولو په موخه د طالبانو هلې ځلې
Jul 01, 2022 09:57د طالبانو د حکومت له لوري په افغانستان کې د قومي او مذهبی مشرانو په ګډون د لویې جرګې د جوړولو هدف د دې ډلې له واکمنیدو څخه د ولسي ملاتړ تر لاسه کول دی.
-
د ایران د ایټمی فعالیتونو سلامتیا ټوله نړۍ ته ثابته شوې ده
Jul 01, 2022 08:30د ایران د ولسمشر مرستیال او د ایټمي انرجیو د سازمان مشر، وویل: د امریکې او د ځینو لوېدیځو هیوادونو د استخباراتي ادارو په وېنا د ایران ایټمي فعالیتونه شفاف او له سلامتیا څخه برخمن دی.
-
د شنبې له ورځې به غیرقانوني کډوال له ایران څخه وایستل شي
Jul 01, 2022 08:27د ایران د اسلامي جمهوریت انتظامي ځواکونو له سبا څخه د هغو افغان کډوالو د راستنولو بهیر پیلوي چي د استوګنې موقت اسناد نه دي تر لاسه کړي او ځانونه یې راجیسټر کړي نه دي.
-
افغانستان د ګډوډیو په لور روان دی
Jul 01, 2022 08:25د ایران د اسلامي شورا د ملی امنیت او د بهرنی سیاست غړی وویل: په افغانستان کې قومیتي او مذهبی اختلافات زیات شوی او دغه هیواد د کورني جګړې په لور روان دی.
-
په الاقصی جومات باندې د صهیونیستانو برید
Jul 01, 2022 08:23د صهیونیستي رژیم د ښارګوټو اوسیدونکي د اسرائیلي وحشي ځواکونو په ملاتړ په الاقصی جومات باندې برید کړي دي.
-
بلخاب کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې متضاد راپورونه؛ خلک: لسګونه ملکي وګړي وژل شوي / چارواکي: ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی
Jun 30, 2022 03:16د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې مشهورو سرچینو د ملکي خلکو نوملړ خپور کړی چې ښيي په یاده ولسوالۍ کې د جګړو په ترڅ کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي، خو د طالبانو حکومت دا خبره رد کړې او ویلي یې دي چې د بلخاب په نښته کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
-
تهران ته د طالبانو د حکومتي پلاوو سفر
Jun 30, 2022 03:14په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د سرحدي او امنیتي چارو د ادارې یو پلاوی، ایران سره د سرحدي اختلافاتو د هوارولو په موخه تهران ته راغی.
-
د صدام له بعثي رژیم څخه د نړیوالو زبرځواکونو ملاتړ د کیمیاوې وسلو په کارولو کې رول لرل
Jun 30, 2022 03:05د ایران خارجه وزیر وویل: د نړیوالو زبرځواکونو چوپتیا او ملاتړ، بې له شکه د صدام د بعثې رژیم له لوري د ایران په خلګو باندې د کیمیاوي وسلو په کارولو کې ستر رول لوبولی دی.
-
د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره د ایران د خارجه وزارت د مرستیال لیده کاته
Jun 30, 2022 03:01د ایران د خارجه وزارت سیاسي مرستیال د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو په پراختیا تاکېد وکړ.
-
په دوحه کې د اسلامي ایران او ۱+۴ ډلې د هیوادونو تر مینځ خبرې اترې دوام لري
Jun 30, 2022 02:57د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي چي د قطر په پلازمینې دوحه کې د ایران او د ۱+۴ ډلې د هیوادونو تر مینځ خبرې اترې په یوه جدي او مسلکي فضا کې روانه ده.