تهران ته د طالبانو د حکومتي پلاوو سفر
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117900-تهران_ته_د_طالبانو_د_حکومتي_پلاوو_سفر
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د سرحدي او امنیتي چارو د ادارې یو پلاوی، ایران سره د سرحدي اختلافاتو د هوارولو په موخه تهران ته راغی.
(last modified 2026-03-17T03:53:59+00:00 )
Jun 30, 2022 03:14 Asia/Kabul
  • تهران ته د طالبانو د حکومتي پلاوو سفر

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د سرحدي او امنیتي چارو د ادارې یو پلاوی، ایران سره د سرحدي اختلافاتو د هوارولو په موخه تهران ته راغی.

د تسنیم له راپور سره سم، یاد پلاوی د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د امنیتي او سرحدونو د چارو د ادارې د مشر مولوی سعدالله بلوچ په مشری تهران ته راغلی دی تر څو د دواړو هیوادونو تر مینځ د سرحدی کمیسیون په غونډه کې ایراني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

د ځینو سرحدي ستونزو دوام، د مخدره موادو له قاچاق او په ګډو پولو کې له ترهګرو سره ګډه مبارزه له هغو موضوعاتو څخه دي چي په یاده غونډه کې به بحث پرې وشي.

هیله کیږي هغه سرحدي ستونزې چي له دې مخکې د اشرف غني د حکومت پر مهال، په سرحدونو باندې د نظارت د نه شتون د امله رامینځ ته شوې وې، د طالبانو د حکومت له پلاو سره په غونډه کې په بشپړه توګه هواري شي.