د شنبې له ورځې به غیرقانوني کډوال له ایران څخه وایستل شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117954-د_شنبې_له_ورځې_به_غیرقانوني_کډوال_له_ایران_څخه_وایستل_شي
د ایران د اسلامي جمهوریت انتظامي ځواکونو له سبا څخه د هغو افغان کډوالو د راستنولو بهیر پیلوي چي د استوګنې موقت اسناد نه دي تر لاسه کړي او ځانونه یې راجیسټر کړي نه دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2022 08:27 Asia/Kabul
  • د شنبې له ورځې به غیرقانوني کډوال له ایران څخه وایستل شي

د ایران د اسلامي جمهوریت انتظامي ځواکونو له سبا څخه د هغو افغان کډوالو د راستنولو بهیر پیلوي چي د استوګنې موقت اسناد نه دي تر لاسه کړي او ځانونه یې راجیسټر کړي نه دي.

تر څلوېښت کاله زیاته موده کیږي چي د ایران اسلامي جمهوریت د افغان کډوالو کوربه پاته شوي او اوس د دغو کډوالو شمېر له ۵ میلیونو اوښتي دي او د ایراني ښاریزو په څېر د دې هیواد له امکاناتو برخمن دي.

په افغانستان کې وروستي حالات د دې سبب شوی چي د افغان غیرقانوني کډوالو یوه نوې څپه د ایران په لور راشي، خو د ایران اسلامي جمهوریت د امریکې د ظالمانه بندیزونو او نړیوالو ادارو له کومي مرستې پرته دغو کسانو ته ځای ورکړی دی.

د ایران د کورني چارو د وزارت امنیتی مرستیال سید مجید میراحمدي زمونږ خبریال سره په مرکه کې د غیر قانوني افغان کډوالو د راجیسټر کولو بهیر ته په اشارې سره، تاکېد وکړ چي غیرقانوني کډوال باید ژر تر ژره حکومتي ادارو ته د نوم لیکنې لپاره مراجعه وکړي.

د هغه په وېنا هغه ایراني کاروباریان چی غیرقانوني افغان کډوال یې په کار ګمارلي خو د نوم لیکنې څخه ډډه کوي له دریو بیا تر شپږو میاشتو پوري بند او نقدي جریمې سره مخ شي.