-
د لبنان د حزب الله چارواکي د مقاومت د وسلو په وړاندې دسیسه کونکو ته: له اور سره لوبې مه کوئ
Aug 10, 2025 13:10پارس ټوډی- د لبنان په پارلمان کې د حزب الله استازي علي مقداد، وویل چې د مقاومت د بې وسلې کولو ملاتړي باید د صهیونیسټانو له تیري سره د مقابلې لپاره لومړی د لبنان پوځ په جنګي جیټ الوتکو او توغندیو سمبال کړي، ټینګار وکړ چې د حزب الله د بې وسلې کولو لپاره د حکومت پریکړه بې ارزښته ده.
-
په استانبول کې د غزې په ملاتړ کې پراخې مظاهرې وشوې
Aug 10, 2025 12:45دغه مظاهره چې په ترکیه کې د نږدې ۱۵ مدني ټولنو لخوا تنظیم شوې وه، د استانبول په "بیازاد" چوک کې د ګډونوالو په راټولیدو سره پیل شوه.
-
جنوبي افریقې په غزه کښې د صهیونیسټي رژيم له خوا د نسل وژنې په هکله په خپل دریځ دوباره ټینګار وکړ
Aug 10, 2025 12:02رامافوسا پرون د جنوبي افریقې په پارلیمان کښې په یوه وینا کښې زیاته کړه: د اسرائیلو د رژيم خلاف زمونږ د هیواد د شکایت دوسیه چې د نسل وژنې په موضوع سره په نړیواله محکمه کښې مطرح شوې ده، لاهم روانه ده.
-
د پاکستان د افغان موټر چلوونکو لپاره نوي شرطونه وټاکل
Aug 10, 2025 11:26پاکستان په یوه نوي اقدام کې د افغان لاریو چلوونکي اړ کړي چې ویزې ترلاسه کړي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره یې ستونزې رامینځته کړې دي.
-
په تیرو ۴ کلونو کې ۲۴ زره بهرنيو سیلانیانو له افغانستانه لیدنه کړې
Aug 10, 2025 10:55طالبانو ویلي چې په تیرو څلورو کالو کښې ۲۴ زره بهرنیو سیلانیانو د افغانستان د تاریخي او طبیعي ځایونو کتنه کړې ده.
-
اروپايي شورا د غزې د نیواک لپاره د اسرائیلو د رژیم د فیصلې د پایلو په هکله خبرداری ورکړ
Aug 09, 2025 07:22پارس ټوډی – د اروپايي شورا مشر وویل چې د غزې تړانګې د نیواک لپاره د اسرائیلو فیصله به له دغه رژيم سره د اروپايي اتحادیې په اړیکو باندې بدې پایلې ولري.
-
ملګرو ملتو د غزې د نیواک د طرحې په سمدستي بندیدو ټینګار وکړ
Aug 09, 2025 05:55پارس ټوډی – د ملګرو ملتو د بشردي حقوقو لوړ کمشنر د غزې د نیواک لپاره د صهیونیسټي رژيم د کابینې د فیصلې په غبرګون کښې وویل چې د دې سیمې د بشپړه پوځي نیواک لپاره د اسرائیلو پلان باید سمدستي بند شي.
-
پاکستان: ایران په سیمه کښې د صلحې او ثبات مهم عامل دی
Aug 09, 2025 05:27پارس ټوډی - د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د ایران اسلامي جمهوریت زمونږ مهم ګاونډی او په سیمه کښې د صلحې او ثبات لپاره یو بنیادي عامل دی.
-
په سهیلي ولایت هلمند کې چې دامریکا د نیواک پرمهال دنشه یی توکیو نړیوال مرکز ګڼل کیده، نږدې لس ټنه نشه یی توکي وسوزول شول
Aug 09, 2025 05:12طالب چارواکي وایي، دا توکي یې په تیرو پنځو میاشتوکې کشف او نیولي وو
-
قفقاز کښې له مداخله غواړو پلانونو سره د مقابلې لپاره د ایران سټراټيجک اهداف
Aug 07, 2025 12:35پارس ټوډی - د زنګزور دهلیز پروژه، چې د ځینو سیمه ایزو قدرتونو په ملاتړ تعقیب کیږي، په ظاهره له آذربایجان جمهوریت سره د نخچیوان د نښلولو لپاره یوه ټرانزیټ پروژه ده، خو په حقیقت کې د ایران له نظره، دا یو جیوپولیتیک ګواښ دی چې پراخې امنیتي، اقتصادي او سیاسي پایلې لري.