-
ولسمشر باید د خلکو هوساینې ته پام وکړي
Jun 02, 2021 11:20ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو کاندید عبدالناصر همتي وویل ولسمشر باید د اشرافي ګري روحیه ونلري او د هغه پام باید د ټولنې کمزورو پرګنو او خلکو ته وي .
-
د افغانستان طالبان له سولې سره دلچسپۍ نلري
Jun 02, 2021 11:00د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مرستیال عنایت الله فرهمند د ایران پریس خبري اژانس له خبریال سره په مرکه کښې وویل طالبان له امریکا سره د موافقې د لاسلیک کولو په وجه د سولې ټینګیدا او د هیواد په راتلونکي سیاسي نظام کښې د ټولو خلکو ګډون ته لیواله نه دي .
-
اسرائیل د ایران له اټومي پروګرام سره مقابلې ته دوام ورکوي
Jun 02, 2021 09:52زمونږ خبریال وايي د صهیونیسټ نیواکګر رژیم د جاسوسۍ ادارې موساد نوي مشر« ډیویډ بارنیع »ادعا وکړه د اټومي موافقې د ترسره کیدا په بڼه کښې اسرائیل بیا هم د ایران د اسلامي جمهوریت له اټومي پروګرام سره مقابلې ته دوام ورکوي .
-
طالبانو د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې
Jun 02, 2021 09:46زمونږخبریال وايي د میدان وردګو ولایت د (چک) ولسوالۍ لاره له تیرو دوو ورځ راپه دې خوا دموټر چلوونکو او مسافرو پر مخ تړل شوې.
-
اسرائیل له امریکا د مرستې غوښتنه کوي
Jun 02, 2021 08:33زمونږ خبریال وايي عبري ژبه رسنیو وویل صهیونیسټ رژیم د غزې په جنګ کښې له ماتي خوړلو وروسته د وسپنیز ګبند(iron dome) د توغندوي ضد سیسټم د نوي کولو په هدف سره له امریکا څخه د یو(۱) میلیارډه ډالره په ارزښت د بیړنیو مرستو د غوښتلو نیت لري .
-
طالبانو په بغلان ولسوالۍ پلونه تباه کړي دي
Jun 02, 2021 08:24اوا خبري اژانس وايي طالبانو د افغانستان په شمال کښې د مرکزي بغلان ولسوالۍ پلونه او لارې ورانې کړي دي .
-
طالبانو د کابل په چاودنو کښې لاس لرل رد کړل
Jun 02, 2021 08:16زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ادعا وکړه د دوې غړي په غیر پوځي هدفونو ، د زده کړې په مرکزونو او عمومي تاسیساتو باندې حملې نه کوي .
-
پروان کې چاودنې؛ د ملي امنیت اته کارکوونکو ته مرګ ژوبله اړولې
Jun 02, 2021 02:51د افغانستان د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې د ملي امنیت د موټرو پر کاروان چاودنه شوې ده چې په نتيجه کې یې د ملي امنیت اته کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
-
په بدخشان کښې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي دي
Jun 02, 2021 02:46د افغانستان د بدخشان د والي ویاند وایی وسله والو طالبانو دغه ولایت کې په دوو ولسوالیو ډلیز بریدونه کړي وو، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او په شاه وتمبول شول.
-
افغان ځوانو شاعرانو د شعر په ژبه له ښکېلو لورو د صلحې غوښتنه وکړه
Jun 02, 2021 01:24د صلحې په تړاو د غونډو په دوام دا ځل لسګونو ځوانو شاعرانو د شعر په ژبه د وطن دردونه او د صلحې ارزښت بیان کړ.